(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۵)
طالبانو په تیرکال کې د خپلو عملیاتو مفصل راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي چې په ټولو بریدونو کې یې هدف د مقابل لوري د مهمو هستو لمنځه وړل و.
طالبانو ویلي “ په تیر کال کې امریکايي اشغالګرو پوره هڅه کوله چې خپل عسکر هیچرې هم له مجاهدینو سره په جګړه کې مخامخ نه کړي بلکې ټوله جګړه په خپلو غلامانو او معاش خورو مخته بوځي او پخپله په خپلو غارونو کې پټ ووسي؛ خو بیا هم د اسلامي امارت مجاهدین د مختلفو تکتیکونو په کارولو سره توانیدلي چې د منصوري عملیاتو په جریان کې (۳۳۲) امریکايي عسکر ووژني او (۱۵۲) نور ټپيان کړي. ”
طالبانو د دې ترڅنګ ادعا کړې چې په تیرکال کې یې ټول ټال ۵۰ سرتیري بریدونه او ۸۰۳۰ لوی او واړه بریدونه کړي چې د دوی د راپور ترمخه، په دې بریدونو کې د مقابل لوري ۵۰۶ تنه قوماندانان وژل شوي دي، طالبانو د ټولو وژل شویو قوماندانانو لیست هم خپور کړی دی.
طالبانو ویلي، په یادو عملیاتو کې یې ۱۶۹۰۸ عسکر، پولیس او اربکیان وژلي او ۱۰۲۰۷ نور ټپيان دي.
د طالبانو راپور زیاتوي چې د تیر کال په اوګدو کې ۲۷۸۶ عرادې هاموې موټر (ټانکونه) او رینجر موټر
او مجموعاً (۲۱) الوتکې او هلیکوبترې رانسکورې شوي چې له ډلې یې (۱۴) هلیکوبترې، (۵) بې پيلوټکه الوتکي او (۲) لوي ترانسپورتي الوتکي وې.

تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو دطالبانو د دې راپور په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکایي سرپلټونکې ادارې سیګار هم ویلي چې د روانو جګړو له کبله د افغان ځواکونو په شمیر کې ۱۰ سلنه کموالی راغلی چې د افغانستان د دفاع وزارت هم یاد راپور منلی و.


















