خوست: د نوم لیکنې په مرکز کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۶)

د خوست د امنیت امر عبدالحنان رسنیو ته ویلي  چې نن ماسپیښین شاوخوا ۲:۲۰ د خوست د یعقبویو اډې ته څیرمه یوه چاودنه شوې چې تلفات هم لري.

د خو ست د امنیتي چارواکو د لومړنیو معلوماتو تر مخه په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډیر نور ټپیان دي.
چارواکي وایي د نوم لیکنې مرکز په یو مسجد کې شتون درلود او چاودنه داسې مهال شوې چې خلک له لمانځه  څخه وتلي و، د پیښې زیاتره قربانیان د مرکز امنیتي ساتونکي او انتخاباتي کارمندان و.
تر اوسه د یادې چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button