سروې: له نيمايي زيات افغانان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژند کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د افغانستان د مرکزي احصايې د ادارې چارواکي وايي، د نورو کلونو په پرتله په هېواد کې د بې وزلې کچه لوړه شوې ده.

د يادې ادارې مرستيال حسيب الله مؤحد نن په کابل کې د “افغانستان د خلکو د ژوند د وضعیت” په اړه په جوړې شوې غونډې کې د بېوزله خلکو د سروې په اړه جزيات ورکړل.

نوموړي وويل، د مرکزي احصايې د هېواد د څلوردېرش ولايتونو په ۳۴۲ اداري واحدونو کې له يونیم لک زياتو کسانو سره په دې اړه مرکې کړي چې څرګنده شوې ۵۴.۵ فيصده افغانان په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

د موحد په خبره، دغه سروې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷مو کلونو کې ترسره شوې په خبره يې هغه کسان چې په يوه مياشت کې له ۲۰۶۴ افغانيو کې کم مصرف کوي هغوی د بېوزله خلکو په ډله کې راځي.

د مرکزي احصايې د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۳۹۱ کال کې د بېوزله خلکو فيصدي ۳۸.۳ فیصده وه خو له هغې په راورسته ۱۳۹۵ کال کې بيا دغه فيصدي ۵۴.۵ فيصده شوه چې تازه سروې هم ښيي چې له نيمايي زيات افغانان لا هم په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

مؤحد زياتوي، افغانستان کې د بېوزلۍ کچه په اوړي کې راښکته کېږي خو په ژمي کې ۶۷.۵ فيصده لوړېږي.

دغه راز نوموړی وايي، په دې سروې کې معلومه شوه چې ۴۴ فيصده افغانان غذايي خونديتوب نه لري او د بې کارۍ کچه څلورويشت فيصدو ته رسېدلې ده.

د افغان حکومت چارواکي او کارپوهان وايي، اداري فساد، نا امنۍ او پڅه اقتصادي وده د دې لامل شوې چې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه لوړه شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button