ویس برمک: د افغان پوځ پنځوس سلنه پوليس او ځينې افسران بې تعليمه دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۶) د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي، د افغان پوځ پنځوس سلنه پوليس او ځينې افسران بې تعليمه دي.
د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک چې نن د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې د پوليسو د بې سواده له کبله دوی نه شي کولی چې سرتيري بريد کوونکي تشخيص او له منځه یوسي.
برمک زياته کړه: “پنځوس سلنه پوليس او ځينې افسران بې سواده، بې تعليمه دي او دا وړتيا نه لري چې سرتیری بریدګر له ورايه معلوم کړي په خبره يې چې دغه ستونزه له تېرو اوولسو کلونو راهيسې روانه ده او دې ته بايد له مخکې پام شوی وی”.
همداراز برمک وويل، چې پوليس غیر قانوني او د تورو ښیښو لرونکي موټر ودروي، خو د ولسي جرګې يو شمير غړي هڅه کوي چې دغه ډول موټر د پوليسو څخه خوشې کړي.
هغه وويل: “تر دې چې د کورنيو چارو وزارت څلور پنځه د تورو ښيښو لرونکي او غير قانوني چلېدونکي موټر ودرولي، نوم يې نه اخلم خو په همدې تالار کې ناستو وکيلانو غوښتنې کړي چې نيول شوي موټر خوشي کړۍ”
ننۍ غونډې ته د کورنيو چارو د وزير ويس احمد برمک تر څنګ د ملي امنيت رياست مرستيال هم ورغوښتل شوی و چې نوموړي په پټه د وکيلانو غوښتنې ځواب کړې.
ولسي جرګې په داسې حال کې د کورنيو چارو وزير استجوابوي چې څو ورځې وړاندې يې د ملي امنيت عمومي رئيس معصوم ستانکزی هم په هېواد او مرکز کابل کې د روانو نا امنيو له کبله ورغوښتی و.



