(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۷)
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي وایي چې د جګړو لومړۍ کرښې ته د کومکي ځواکونو نه رسیدلو له امله د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې لسګونه امنیتي ځواکونه وژل شوي.
کوفي وویل؛ تیره اونۍ په کوهستان، تشکان،شهدا او راغستان ولسوالیو طالبانو ۷ تعرضي حملې کړې چې د کوهستان ولسوالۍ سقوط او د نورو بیا یو شمیر کلي د طالبانو لاس ته لویدلي.
د دې په خبره، د ملي دفاع وزارت د یوې روښانه ستراتیژۍ نشتون او په جګړه کې خپلو امنیتي ځواکونو ته د کومک نه رسول هغه لاملونه و، چې له کبله یې شاوخوا ۱۰۰ تنه د ملي اردو ، ملي او محلي پولیسو ځواکونو ژوند له لاسه ورکړ او سلګونه مهمات او وسایط د طالبانو لاس ته ولویدل.
نوموړې وایې؛ اسناد لري چې د دفاع وزارت چور لکو د ولسي جرګې وکیلان له یوې څخه بلې ولسوالۍ ته لیږدول خو د امنیتي ځواکونو مرسته یې نه کوله.
دا په داسې حال کې ده چې دولتي چارواکو تیره ورځ رسماً د کوهستان ولسوالۍ د بیا نیولو ادعا وکړه خو طالبانو سملاسي رد او هغه یې پروپاګند وباله.


















