(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۷) د هلمند ولايتي چارواکي وايي، په ناوې ولسوالۍ کې سيمه ييزو پوليسو د يوه کانديد په ګټه له خلکو په زوره تذکيرې ټولې کړي دي.
د هملند د والي وياند عمر ځواک وايي، د ناوې د سيمه ييزو پوليسو قومندان عبدالودود او د هغه عسکرو له خلکو د راتلونکو ټاکنو لپار په زور تذکيرې ټولولې او د خلکو د نه ورکړې له کبله يې يو شمير کسان وهلي دي.
د ځواک په خبره، قومندان عبدالودود يو تن د تذکيرې د نه ورکړې له کبله ډېر سخت وهلی او ټپي کړی يې دی.
د وهل شوي تن ورور محمدالله وايي، (زما له ورور يې سټيکر کړې تذکيره وغوښته هغه ورنکړه دومره يې وواهه چې پر وينو يې تک سور کړ) په خبره يې قومندان عبدالودود د دې سربيره پر خلکو هر ډول ظلمونه او زور زياتی کړی دی او خلک يې شکنجه کړي او وهلي دي.
د والي وياند عمر ځواک وايي، د پوليسو قومندان عبدالودود د والي په امر نيول شوی اوس مهال په زندان کې دی او څېړنې ترې روانې دي.
دا په افغانستان کې په خپل ډول کې لومړۍ پېښه ده چې د پوليسو له لوري د يوه کانديد په ګټه له خلکو په زوره تذکيرې اخيستل کېږي او په انتخاباتو کې د خپلې ګټې لپاره عام خلک وهل کېږي.


















