په نږدې راتلونکې کې ۲۵ زره افغانان سعودي ته د کار لپاره ځي

کابل ټکی کام ۲۲لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

د کار او ټولنيزو چارو وزارت په نږدې راتلونکې کې ۲۵ زره افغان کارګر سعودي عربستان ته د کار لپاره استوي.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې دغه افغانان وروسته له هغه استول کېږي، چې د اشرف غني او د عربستان د پاچا تر منځ تلفوني خبرې وشوې.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې نسرين اوريا خېل دغه خبرې نن د افغان-کوريا د حرفه يي زده کړو له مرکزه د ۳۹۵ تنو د فراغت پر مهال په يوه غونډه کې وکړې.

وزيره وايي، په روانه هفته کې به د دې وزارت د مرستيال تر مشرۍ لاندې يو پلاوی سعودي ته ولاړ شي او وروسته به د کارګرو د لېږد پروسه پيل شي، هغې زياته کړې ده، چې د کارګرو د لېږد ټول لګښتونه به شخصي شرکتونه پر غاړه واخلي، چې وروسته به د کارګرو له مياشتنۍ تنخواو پوره کېږي.

ياد وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څه موده مخکې سلګونو لاريون کوونکو کابل کې د دې وزارت مخې ته لارويونونه وکړل او له وزارته يې د کار پيدا کولو غوښتنه وکړه.

هېره دې نه وي، چې اوسمهال په هيواد کې ميليونونه کارګر ځوانان وزګار او يا هم په لږو پيسو کار کوي، چې له امله يې ټولنه له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button