افغانستان ۱۹کلنې لوبډلې زمبابوې ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل)

دغه لوبې چې د هند په «ګرېټر نويډا» کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې، د افغانستان کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې خپلې لومړۍ يوه ورځنۍ سيالي له زمبابوې سره تر سره کړه چې په ۵ وېکټو يې خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه يې په خپل نوم کړه.

لومړی پچه د افغانستان لوبډلمشر احسان منګل وګټله خو وروسته د زمبابې نولس کلنې لوبډلې ته يې  د توپ وهنې نوبت ورکړ .

د زمبابوې د ټولو لوبغاړو په سوزېدو سره ۱۹۷ رنزونه هدف ورکړ .

په افغان بالرانو کې چپ لاسي ورو بالر ضياالرحمن اکبر اوه، مسلم موسی دوه او راشد ارمان يو لوبغاړی وسوزول.

ورکړل شوی هدف د افغان نولس کلنو د لوبې په (۴۱ م) اور کې د (۵) لوبغاړو په سوزېدو سره پوره کړ.

د افغانستان لخوا لمړنيو توپ وهونکو ښه توپ وهنه ونکړه، د پيل په لوبغاړو کې حضرت ځاځي اته منډې، نويد عبيد پينځه منډې او احسان منګل نولس منډې وکړې.

خو د لوبې په منځ کې طارق ستانکزي او راشد ارمان په زړه پورې توپوهنه وکړه.

راشد ارمان ۴۵ منډې او طارق ستانکزي ۵۲ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغان او زمبابوې د نولس کلنو لوبډلو ترمنځ د څلورو پنځوس اوريزه لووبو د سريز دويمه لوبه د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ ترسره شي.

بدرالدین ځواک

151213132230_under_19_afghan_cricket_team_640x360_acb_nocredit
دغه لوبې چې د هند په «ګرېټر نويډا» کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوې

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button