د ملي امنيت نوی سرپرست رئيس او د نا امنۍ دوه نوې پېښې

د هېواد د نورو ادارو په څېر چې د خپلو هېوادوالو ژوند تامين کړي، یوه د ملي امنيت اداره ده، چې تل د نيوکو سره مخ شوې ده . په دې اداره کې په رښتيا ستونزې شته، چې په هېواد کې د هرې بدې پېښې ګوته د ملی امنیت په لورې نيول کېږي؛ خو د دې د حل لپاره چې کومه لاره ده هغه نه د پخوانۍ دورې واکمن حامد کرزي او نه اشرف غني خپله کړې ده. په دې اداره کې يې داسې اشخاص ګمارلي په ځای د دې چې د ولس د سر، مال او ملي شتمنيو ساتنه وکړي د ملی شتمنيو په لوټ او تالان کې برخه لري.

د کمونيستي کودتا او کمونستي رژيم را په دېخوا چې څومره لرغوني اثار بهرته د چور تالان وروسته وړل شوي دي، د امنيتي ارګانونو تر لاس لاندې لېږدول شوي دي. د ملی امنيت لپاره هغه اشخاص پکار ي ، چې غږ ګوندي او د ولس د سر، مال د خونديتوب له پاره یې شپه او ورځ پرځان يوه کړې وي ؛ نه د ژبې او نه د مذهب تعصب ورسره وي ، چې کله هم کوم هېواد په خپلو امنيتي چارو کې برلاسي موندلې هغه يې د امنيتي ارګانو په اخلاص  او فداکارۍ سره موندلې دي. په کومه ورځ چې د ملي امنيت نوی سرپرست رئيس د رياست کارکوونکوته ور پېژندل کېده ، يعنې تېره د جمعې په ورځ ، مسعود اندرابي د رياست کارکوونکو ته وروپژندل شو؛ دوه نوې پېښې چې دهېواد په نا امنيو کې يې يوه بله د سوچ او فکر خلاف نا امني رامنځ ته کړه.  يوه د شير پور پېښه چې په يوه بهرني ميلمستون وسله ول بريد وشو او بله په ننګرهار کې امنيتي پوليسو د روسي ژبې ويونکي ۹تنه ونيول چې تر نیولو وروسته يوې بهرنۍ ښځې ځان پورې چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړه . په افغانستان د بشر د حقوقو نړيوالې ادارې ، چې هرکال د بشر د حقوقو نړيواله ورځ د دسمبر په لسمه لمانځل کېږي، دا تمه يې درلوده، چې نور به په افغانستان کې د بشر له حقوقو سرغوړونه پای ته ورسېږي؛  نه به هرات او مزارشريف کې ښځې ځانونه وژني اونه به په لرو پرتو غرنيو سېمو کې په ښځو زور زياتی وشي. خو دا چې په افغانستان کې پر افغانانو د پرديو د اهدافو د پوره کولو لپاره جګړه پېل شوې ده، کله په يوه او کله په بله نامه دوام لری هېڅ وخت داسې شپه او روځ ونه ليدل شوه، چې د افغانانو سرونه په امن او دهوساينې ساه واخلي.

که دهېواد نا امنيو او د ملي امنيت د مسؤلینو کړنو ته وګورو ، ګرانه ده چې ورځ په ورځ په نوو نومونو او نوو بيرغونو روانه جګړه پای ته ورسېږي.  د دې جګړې د پای ته رسيدو لپاره لکه څرنګه چې پارلمان د مخه غوښتنه کړې وه چې لويه جرګه راوغواړي او خپله دا لويه ستونزه دلوېې جرګې له لارې حل کړي او که نه ، څومره چې نوي رئيسان معرفي کېږي، هومره به نوې پېښې هم رامنځ ته کېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button