حامد کرزی امریکایانو ته؛ د تروریزم په پلمه مو نور ولسونه مه بمباروئ!

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویي ۱۹)
پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا پر امریکایانو ژغ کړی چې د وسلوالو په نوم دې د ولسي افغانانو کورونه، جوماتونه مدرسې او د تجمع ځایونه نه بمباروي.
نوموړي د یوناما د وروستي راپور په هکله چې د کندوز د دشت ارچي ولسوالۍ د بوږنونکې پیښې په تړاو یې خپور کړی ویلي، امریکا دې نور زمونږ کلي او ولسونه د ترهګرو په پلمه نه بمباروي او افغانان دې پریږدي چې په یوه سولییزه فضا کې ارام ژوند وکړي.
د یوناما په وروستي راپور کې راغلي، چې ګډوځواکونو په لوی لاس پر یوه مذهبي غونډه بمباري کړې چې په کې ۱۰۷ تنه ولسي افغانان چې ۸۰ تنه یې ماشومان و، مړه او ژوبل شوي.
کرزي ویلي چې پر ولسي خلکو د بمباريو سخت مخالف دی او دا چاره به افغانان اړ کړي تر څو د امریکایانو پر خلاف سنګر ونیسي.
د یوناما راپور د ۹۰ مرکو او په کندوز کې د دریو لویو مشورتي ګرپونو په مرسته جوړ شوی چې د ملي دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش د یوناما راپور ردکړی او ویلي یې دي چې یوناما له هغو کسانو چې د دولت ملاتړي دي نظر نه دی اخیستی.
رادمنش ویلي تر اوسه لا ډیر وخت شته چې د یادې پیښې جزیات په ډاګه شي.



