(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د بادغيس ولايت په مرکز کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې د يوه مرکز تر څنګ په امنيتي پوستو بريد شوی چې په ترڅ کې يې د ملي اردو دولس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بيګ رسنيو ته ويلي، بريد تېره شپه د مرکز مربوط په لامان سيمه کې شوی دی.
نوموړی وايي، د نومليکنې مرکز سره نږدې پوسته وه چې طالبانو پرې بريد کړی ياده مرګ ژوبله يې اړولې او يو عسکر يې ژوندی نيولی دی.
طالبانو په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه د بادغيس ولايت په مرکز قعله نو سيمه کې يې د ملي اردو دوه پوستې نيولي چې په ترڅ کې يې اووه عسکر وژل شوي، دوه ټپيان او يو تن ژوندی نيول شوی دی.
طالبان وايي، د بريد په پایله کې يې د وژل شويو عسکرو اووه ميله وسلې او په زياته اندازه مرمۍ او پوځي توکي هم ترلاسه کړي دي.


















