ویسا: امریکا هڅه کوي پارلمان ته داسې کسان ورسیږي، چې د امنیتي تړون پلویان وي
یادې فورمې له دوی څخه د تضمین په توګه اخیستل کیږي، تر څو په راتلونکي کې د امریکا د پوځي حضور او د هغو جنایاتو پرضد چې امریکایان یې په افغانستان کې تر سره کوي، کوم غبرګون و نه ښیي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۹)
امریکا هڅې پیل کړې چې راتلونکو پارلماني ټاکنو کې هغه څوک ولسي جرګې ته راولي چې لږ تر لږه، د هغه امنیتي تړون سره مخالفت نه لري چې د ګډ حکومت مشرانو له امریکا سره لاسلیک کړی دی.
دولتي سرچینو د ویسا ورځپاڼې ته ویلي؛ د ولسمشرۍ احتمالي نوماندان د ولسې جرګې پر نوماندانو داسې فورمې لاسلیکوي چې امنیتي تړون تاییدوي او په بدل کې یې دوی ته د امریکا سفارت د ملاتړ او په ټاکنو کې د بریا ژمنې ورکوي.
یادې فورمې له دوی څخه د تضمین په توګه اخیستل کیږي، تر څو په راتلونکي کې د امریکا د پوځي حضور او د هغو جنایاتو پرضد چې امریکایان یې په افغانستان کې تر سره کوي، کوم غبرګون و نه ښیي.
ویسا ته یې سرچینو ویلي؛ نوماندانو ته ویل شوي چې د پخواني ولسمشر حامدکرزي پلویان هڅه کوي ،پارلمان ته داسې کسان ورسوي چې یاد امنیتي تړون نه مني.
سرچینې همدارز ویلي، چې احتمالي نوماندانو وکیلانو ته ویلي چې امریکایي سفارت هیڅکله داسې ولسي جرګه نه غواړي چې د امنیتي تړون پر وړاندې منفي نظر لري.
د دې ترڅنګ امریکایي سفارت د جمهوري ریاست ټول احتمالي نوماندان خپل ملاتړي افراد ټاکلي او د هغوی په توسط یې د ولسي جرګې وکیلانو ته هم د کلک ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د نوم لیکنې پروسه له وړاندې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او طالبانو یې په هکله لا له وړاندې خبرداری ورکړی چې د راروانو ټولټاکنو برخلیک به امریکایان ټاکي.



