خندق د سترو فتوحاتو زیری
آصف الله آصفي
د طالبانو لخوا د خندق عملیاتو له پیل سره سم په افغانستان کې فتوحات پیل شول، د غزني – پکتیکا لاره بندول، د تاوبرفک ولسوالي نیول، د بلچراغ ولسوالی ګونډه کول، د کابل په زړه کې برید، د بادغیس کلا بندي او داسې نور د هیواد په ګوټ ګوټ کې فاتحانه بریدونه د دې ګواهي ورکوي چې د خندق عملیات د سترو فتوحاتو زیری ورکوي.
امریکا او ګوډاګي حکومت یې سره له دې چې باټې وهلې چې سږ کال به د بمونو په باران کولو سره طالبان له مینځه یوسي او د طالبانو د پسرلني عملیاتو مخه به ونیسي خو دا هر څه پوچ درواغ وختل او د طالبانو ادعاوې ټولې سمې ثابتې شوې.
د خندق عملیاتو په درشل په دومره پیمانه فتوحات د دې زیري ورکوي چې د دې عملیاتو تر پیاه به لاسپوڅي حکومت د بادار په کولمو کې په دار وځړوي.
له بلې خوا نه د ټرمپ لخوا دا اعلان چې نور نه غواړې د افغانستان په جهنمي جګړه کې بند پاتي شي نو ډیر زر به په غیر مترقبه ډول خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي، هم د لاسپوڅي حکومت لینګي لړځولي دی، او د ځواکونو مورال یې دومره کمزوری شوی چې د طالب له ترپ او خرپ سره دوه ګزه ټوپ وهي.
او بله دا چې د اشرف غني دا څرګندونه چې که امریکا له افغانستان نه ووځي نو حکومت یې ایله تر ۵ میاشتو پوري تینګ شي، له ۵ میاشتو نه وروسته حکومت د طالبانو لاس ته ورځي، دا ټول هغه شواهد دي چې نور د فاسد حکومت جنازه په وتو، او د افغانستان د دوه ملیونو شهیدانو د آرمانونو د پوره کیدو ورځ په درشل کې ده.
د خندق عملیات د افغانستان مجاهد او شهید روزونکي ولس ته زیری ورکوي چې هغه ورځ لرې نده چې په افغانستان کې د دغه ملت په خوښه یو سوچه اسلامي حکومت په پښتو ودریږي.
نور به د تل لپاره جګړه په دغه هیواد کې پای ته ورسیږي، د هیواد واګي به د ولس په لاس کې وي او د خدای په ځمکه به د خدای احکام او قانون حاکم وي.
د دموکراسي خوسا او منحوس قوانین به چې افغانستان یې له سختو دربدریو سره مخ کړی د افغانستان له پاکې خاورې د باندې وغورځول شي.
په افغانستان کې به د پردیو لاسونه د تل لپاره غوڅ کړای شي، او هغه لاسپوڅی اشخاص په د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسول شي چې د پردیو لپاره کار کوي، او خپل هیواد په پردیو ورانوي او خپل هیوادوال په پردیو وژني، او د اسلامي د دښمنان په څنګ کې یې د اسلام په وړاندې په جګړو کې د یهودو او نصاراو په صف کې دریدلي وو.



