ای د اردو عسکره نور دې په ځواني لږ رحم وکړه!

صلاح الدین ایوبي
درویش درانی صیب وایي:
مور که څه هم د دښمن وه خو چې بوره به شوه
قســـم دی زه به پــــرې زهیر ومه تر ډېره پورې
عسکر جانه
دا څو ورځې چې مسلسل ستاسې د ډله ییزو مرګونو خبر اورم، ډیر مې خواشنۍ کوي او باور وکړه په هغه ورځ مې روح بې اختیاره سرګردانه وي. نه غواړم چې نوره د افغانه خور کونډه او مور دې بوره شي او بچیان یې له مینې محروم پاتې شي.
اې د ښایسته ځوانۍ څښتنه
ته د هغه چا لپاره خپله ځواني لولپه کوې چې هغوی د غرب د شومو پلانونو د پلۍ کیدو لپاره په چوکیو کېنول شوي، د هیواد پلورل، غصب، غلا او لوټ ماري د ځان لپاره ثواب او غنیمت ګڼي او له استقلال څخه په غلامي ډیر خوښ دي.
سربازه
ته د یو داسې چا په امر د معرکې ډګر ته وړاندې کیږې چې د هغوی زامنو لا ګران افغانستان نه دی لیدلئ او نه تراوسه په پښتو خبرې کولئ شي او نه ورته کوم ارځښت لري، په یورپ کې ستا د وینو په پیسو خپلې عیاشي او تجراتونه کوي.
سرتیریه
ته دې داسې یو مزدور جهت او اشغالګرو په دفاع کې وژل کیږې چې همدا ظالمان له تاسو څخه د خپلو شومو موخو او کفري اهدافو په ترلاسه کولو کې د پيپسي د بوتلو په څير استفاده کوي، کله چې تاسو ووژل شئ، بیا مو همدا خپل ملګري او بهرنيان حتی په ناموس هم سرپه نه کوي.
عسکر جانه قسم په الله
ته اوس په یوه داسې لاره کې او د داسې چا لپاره قرباني کیږې چې پر هغوی الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم لعنت ویلئ، رټلي یې دي او مؤمینو مسلمانانو ته یې په خپلو مقدسو کتابونو کې امر کړئ چې ددوی سره وجنګيږئ ،
الله تعالی فرمایي:
(انفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجٰهِدُوا بِأَمْوٰلِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ. [ۡسورَةُ التّوبَة : 41]
كه سپك ياست كه درانه (غزا ته) ووځئ او د الله په لار کښي په خپلو مالونو او په خپلو سرونو سره جهاد وکړئ. دا ستاسي لپاره ډېره ښه ده كه پوهیږئ.)
خو دوی لکه جادوګر ته یې په (خدای، وطن، دنده) شعارونو تیر ایستلئ یې، حقیقت کې تا د هغه چا مټ قوي کړئ چې له کلونو راهسې یې له مونږ څخه د خپل کور او هیواد ازادي اخیستې او هره اوونۍ يې ناترسه بمونه زمونږ د لسګونو هیوادوالو ژوند اخلي او د تورتم په تورو شپو کې راهیسار کړي یوو.
اې د اردو عسکره
قسم په خدای که مې په داسې ذلیله مرګ پیرزو یې، قسم په الله ستا کونډه ښځه، بچیان او بورې مور درد او غم راته د خپل درد او غم نه کم نه ښکاري
راځه له لوی رب نه وډار شه نور ددې وحشي اشغالګرو له لیکو راوځه او ملګرتیا یې پریږده
راځه نور د یوې باطلې عقیدې لپاره خپل نازولي بچیان مه یتیمانه وه، د سپین سرې مور زړه دې مه سورۍ کوه، د سپین ګیرۍ پلار او د ښځې هیلې دې مه زندۍ کوه او طالب ته هم ددې پلمه ورختمه کړه چې ستا په وژلو یې لاس پورې کړئ او جګړه یې تونده کړې
راځه الله ج رازق دی تراوسه به چا نه وي اوریدلي چې څوک د له لوږې مړ شوی وي، چیرته بله لاره د روزي ګټلو درک کړه،
صلیبي اشغالګر او طالبان سره پریږده چې په خپلو کې یو بل ته د ایمانونو زور معلوم کړي،
او معلومه شې څوک ددې ستونځمنې جګړې اتل کیږي.



