پر امنیتي ځواکونو د نن ورځې دوهم بمبار؛ امریکایانو په میدان وردګو کې ۱۱ افغان سرتیري بمبار کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۹)
راپورونه وایي چې نن سهار وختي د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اړوند د مهدي غونډۍ په نامه سیمه کې، امریکایي الوتکو پر افغان عسکرو هوایي بریدونه کړي چې ۱۱ عسکر په کې وژل شوي.
سیمیزې سرچینې وایي؛ برید څو شیبې په پرلپسې توګه روان و، چې د عسکرو یو ګروپ یې په بشپړه توګه په نښه کړی دی.
طالب ویاند هم په یاده سیمه کې پر امنیتي ځواکونو د برید پخلی کړی خو د دفاع وزارت او ایساف ځواکونو یې په تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا د نن ورځې دوهم هوایي برید شو چې افغان ځواکونه په کې په نښه کیږي .
نن شاوخوا ١١ بجې د مُقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې څوتنه سیمیز پولیس چې له خپلې پوستې څخه چېرته روان وو د جېټ الوتکو تر بريد لاندې راغلل.
د بادغيس د ولايتي شورا غړی فريد اخي زي وایي، چې په برید کې ۶ محلي پولیس ځای پر ځای وژل شوي.
د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند سرور داوري، هم پیښه مني خو د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي.


