بغلان ولايتي شورا: د تاله برفک ولسوال، امنیه قومندان او سل عسکر ورک دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۱۹) د بغلان ولايتي شورا وايي، د تاله برفک ولسوالۍ له سقوط وروسته د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنيه قومندان او سل عسکر ورک دي.
د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني وايي، د جګړې په ترڅ کې د نظم عامې يوولس عسکر وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
پرون ناوخته طالبانو وويل، چې د بغلان تاله برفک ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنیتي پوستې يې نيولي چې د جګړې پر مهال لسګونه عسکر وژل شوي او په زياته اندازه وسلې او نقلیه وسایط د دوی لاسته ورغلي دي.
شاوخوا پنځه ساعته مخکې د دفاع وزارت سرپرست وياند رادمنش وويل، چې تاله برفک ولسوالۍ تر سخت امنيتي ګواښ لاندې ده، جګړه دوام لري خو لا د طالبانو لاسته نه ده لوېدلې.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي تاييدوي چې افغان ځواکونو له ولسوالۍ څخه شاتګ کړی اود ولسوالۍ امنيه قومندان د نادرکۍ په اړه يې بې خبري ښودلې.
تازه د ياد ولايت د پوليسو وياند ذبيح الله شجاع او د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني د طالبانو له لوري د تاله برفک ولسوالۍ نيول تاييد کړي دي.
طالبانو ويلي، وروسته به د يادې ولسوالۍ د نيولو په اړه نور جزيات هم خپاره کړي.



