شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ايا د اندونیزیا ناسته به د روان جهاد مشروعيت اغېزمن کړي؟!

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
مې 11, 2018
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
16
ځلې شریک شوی
89
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

عطاءالله مبارز

د افغانستان په پاکه خاوره له ناروا يرغل وروسته اشغالګرو او د هغوی کورنيو اجيرانو تل هڅه کړې، چې په وړاندې يې پيل شوی مشروع مقاومت وځپي او خپلو کرغيړنو موخو ته ځان ورسوي.
د اشغال په لومړنيو کلونو کې د دښمن ډېر تمرکز په نظامي برخه و، دوی فکر کاوه، چې له دې لارې به يې په وړاندې شروع شوي جهاد ته د پای ټکی کيږدي؛ خو له کلونو-کلونو سختو جګړو، سترو ځاني او مالي زيانونو ګاللو وروسته نه يوازې خپل شوم هدف ته ونه رسېدل، بلکې په وړاندې يې پيل شوې مبارزه لا ځواکمنه او پراخه شوه.
دښمن اړ شو، چې خپله ستراتيژي تغير کړي، دا ځل يې له نظامي هڅو سره سره، رسنيز ډکر او فکري جګړې ته هم پاملرنه زياته کړه، په سلګونو برښنايي، چاپي او ټولنيزې رسنۍ يې په دې موخه جوړې کړې، چې د اشغال پرخلاف مشروع جهاد تر سوال لاندې راولي، عامه ذهنيتونه يې په وړاندې راوپاروي، افغان ولس ته مجاهدين د پرديو په اشاره جنګېدونکي، د دين او هيواد دښمنان او د هيواد د بيا رغونې او پرمختګ په وړاندې د ستر خڼد په توګه وروپېژني.
خو الحمدلله! د دې خطرناکې حربې په وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت فرهنګي کميسيون او د هيواد حقاني عالمانو نه ستړې کېدونکي هڅې وکړې، او خپله حقه او څرګنده داعيه يې نه يوازې افغان ولس، بلکې نړۍ والې ټولنې ته هم ورسوله، او هغوی يې په دې قانع کړل، چې روانه جګړه د اشغال، ظلم او فساد په وړاندې مشروع مقاومت دی، چې له هيڅ ديني او نړۍوال قانون سره ټکر نه لري.
په دې وروستيو کې د اشغال عالمبردارانو او د هغوی کورنيو نغاره چيانو کوښښونو پيل کړي، چې د اشغال پر خلاف روا او مقدسه جګړه له ديني ليدلوري تر پوښتنې لاندې راولي، او دې هدف ته د رسيدو لپاره يې ځينې هڅې هم کړي دي، چې ښه بېلګه يې د روان (۲۰۱۸م)کال د مۍ مياشتې په (۱۱) د اندونيزيا په پلازمينه جاکارتا کې کيدونکې غونډه ده، که څه هم د غونډې ګډون وال وايي چې ياده غونډه د افغان جګړې د پای ته رسيدو لپاره د سلامشورو لپاره جوړيږي؛ خو حکومتي چارواکي په ډاګه وايي، چې په افغانستان کې روانه جګړه مذهبي رنګ لري او له دې غونډې وروسته به مشروعيت له لاسه ورکړي.
که رښتيا هم د دې غونډې موخه د افغان جګړې د پای ته رسولو په اړه سلامشورې وي؛ نو د غونډې ګډون وال بايد په پوره زړورتيا د اشغال پر خلاف خپل غږ پورته کړي او محکوم يې کړي.
پوښتنه دا ده چې ايا رښتيا به هم ياده ناسته د روان جهاد مشروعيت اغيزمن کړي؟!
نه! هيڅکله نه! افغان ولس د اشغال او ظلم پر وړاندې پيل کړی جهاد، د يو څو علمانو په فتوا نه دی شروع کړی، چې هغوی خپله فتوا بدله کړي؛ نو د جهاد مشروعيت ته به زيان ورسوي، بلکې د قران کريم د صريحو ايتونو، نبوي حديثونو او د امت د فقهاوو (رحمهم الله تعالی) د اقوالو په رڼا کې يې شروع کړی، چې هيڅ ډول پکې بدلون نشي راتلی.
افغان مظلوم ولس کوم هيواد نه دی اشغال کړی، نه يې بې رحمه بمبارد، وژنې، او ځورنې کړي دي، او نه هم د ګوانتنامواو بګرام غوندې کرغيړن او بشر ضد زندانونه لري، چې له ديني او بشري پلوه پرې انتقادونه وشي او په کړنو يې د عدم مشروعيت مهر ولګول شي، بلکې برعکس يې هيواد اشغال شوی، په وګړو يې هره ورځ ناترسه بمبارد کيږي، وژل کيږي، ځورول کيږي او په عزت او ناموس يې تيری کيږي، چې په وړاندې يې جګړه د اسلامي او نړۍ والو قوانيونو له مخې مسلم حق دی، او هيڅوک ترې دا حق نشي اخيستلی.
الله تعالی فرمايي:
وَ مَا لَكُمْ لَا تُقَاتِلُوْنَ فِيْ سَبِيْلِ اللّٰهِ وَ الْمُسْتَضْعَفِيْنَ مِنَ الرِّجَالِ وَ النِّسَآءِ وَ الْوِلْدَانِ الَّذِيْنَ يَقُوْلُوْنَ رَبَّنَاۤ اَخْرِجْنَا مِنْ هٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ اَهْلُهَا١ۚ وَ اجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ وَلِيًّا١ۙۚ وَّ اجْعَلْ لَّنَا مِنْ لَّدُنْكَ نَصِيْرًا[النساء:۷۵]
ژباړه: او پر تاسو څه شوي چې د الله په لار كې او د هغو بې وزلو سړيو، ښځو او ماشومانو (ژغورنې) لپاره نه جنګېږئ چې وايي زموږ ربه! له دې كلي مو وباسه چې خلك يې ظالمان دي، او له خپل لوري څوك پالونكى راته وټاكه او له خپلې خوا څوك مرستندوى راته وټاكه.
نو په پوره يقین سره دا خبره کولای شو، چې دغه راز غونډې به هيڅکله د افغانانو له لوري د اشغالګرو امريکايانو په خلاف پيل شوې مبارزه کمزورې نه کړي او نه به يې مشروعيت ته زيان ورسوي .

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

مخکینې مطلب

کندهار: د جنرال رازق کسانو ۶ خبریالان په کورونو کې نظر بند کړي

بل مطلب

فراه: په مرکز کې ۱۳ عملیاتي ځواکونه وژل شوي او د جوین ولسوالۍامنیې قوماندانۍ هم سقوط کړی

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    21 شریک شوي
    شریکول 8 Tweet 5
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com