فراه: په مرکز کې ۱۳ عملیاتي ځواکونه وژل شوي او د جوین ولسوالۍامنیې قوماندانۍ هم سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۱)

د فراه ولایت څخه خبرونه وایي چې وسلوالو طالبانو د دې ولایت د مرکز اړوند د رج په سیمه کې پر میشتو امنیتي ځواکونو حمله کړې.
سیمیز خبریال عبدالعزیز صفدري د ځایي چارواکو له قوله وایي چې په دې نښتو کې د عملياتي قطعې د قوماندان په ګډون ۱۳ پوليس وژل شوي دي.
پر همدې حال کې د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وایي، تېره شپه د بالابلوک ولسوالۍ د دراهي په سیمه کي ۲۳ تنه د عامه نظم پولیس وژل سوي، درې ژوبل او پنځه تنه وسله والو طالبانو له ځان سره ژوندي وړي دي.
طالبانو هم د یوې پوستې د سقوط او ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې.
بل پلو طالبانو ادعا کړې چې د جوین ولسوالۍ دامنیه قومندانۍ تعمیر یې نیولۍ او جګړه روانه ده.
د دې ولایت د ولایتي شورا غړي وایی چې که کومکي ځواکونه سیمې ته ژر ونه رسیدل ولسوالۍ به سقوط وکړي.

همداراز طالبانو خبر ورکړی چې د یاد ولایت د فراه رود ولسوالۍ کې یې هم یوه قرارګاه نیولې او یو شمیر امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
ځایي چارواکي او د دفاع او کورنیو چارو وزارت ویاندویانو تر دې مهاله په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button