(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۱)
د افغانستان له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نۍ ویلي چې د کندهار په ولایت کې حکومت ۶ هغه خبریالان چې د حکومت پر سیاستو یې نیوکه کړې وه په کورونو کې نظر بند کړي.
د نۍ اجرایوي رئیس مجیب خلوتګر وایي؛ یاد خبریالان د کندهار د زورواکي قوماندان جنرال رازق له خوا په کورونو کې له دې کبله نظر بند ساتل شوي، چې په خبره یې د کندهار د روان وضعیت په اړه یې حقایق په ډاګه کول.
خلوتګر زیاتوي خبریالانو ته ویل شوي چې د روانو امنیتي تهدیداتو له امله دې په کور کیني او د پیښو د تعقیب هڅه دې نه کوي.
نوموړی وایي، د پولیسو دا کار په داسې ولایت کې چې په ورځنۍ توګه لسګونه جنایي او جرمي پیښې په کې ترسره کیږي د بیان پر ازادۍ برید او د رسنیو د چوپ کولو هڅه ده چې په خبره یې دولتي ځواکونه غواړي روان وضعیت د ځان په ګټه راوڅرخوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د کندهار د امنیې قوماندان جنرال رازق نږدې کسانو د دې ولایت د ملي رادیو تلویزیون مشر چې تازه د والي له خوا معرفي شوی و، له دندې وشړلو.


















