(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۱)
د جاکرتا په غونډه کې د افغانستان پاکستان او اندونیزیا ۶۰ تنو علماؤ په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د سولې له روانو خبرو څخه ملاتړ وکړ.
که څه هم یادو علماؤ د بهرنیانو د نظامي شتون او د طالبانو د روان مقاومت په هکله څه ونه ویل خو څرګنده یې کړه چې “د یووالي او پیوستون داصولو په متابعت او دغه راز د ورورولۍ په رڼا کې موږ په افغانستان، پاکستان او ټوله اسلامي نړۍ کې د سولې راوستلو لپاره خپله ژمنتیا څرګندوو او پرې ټینګار کوو“
علماؤ وویل چې د هر هغه اقدام څخه هرکلی کوي چې د افغانستان روان بنبست ته حل لټوي او زیاته یې کړه چې ښکیلې غاړې باید د ملکیانو ژوند ته زیاته توجه وکړي.
د جاکرتا غونډه څنګه چې افغان حکومت او امریکایي جنرالانو طمعه درلوده چې ګواکې دا غونډه به پر طالبانو د شرعي اړخه د یو فشار په توګه ترسره شي او د طالبانو د روان مقاومت په هکله به د حرمت فتوا ورکړي، څه ونه ویل شول .
پریکړه لیک زیاتوي “د افغانستان خلکو د یو پیاوړي مسلمان مؤمن ملت په توګه د ناخوالو پر وړاندې پوره مقاومت او متانت څرګند کړی دی او دوی به هڅه وکړي چې مسلمه امت ټول په یو ټغر کینوي“
د غونډې د پریکړه لیک تر ابلاغ وروسته یو شمیر رسنیو د علماؤ یاده ابلاغیه ناسمه تعبیر او هغه څه چې په لیک کې راغلي و، د افغان حکومت په ګټه راڅرخولي او ترڅنګ یې د حکومت د مقابل لوري پرضد ځینې داسې څه هم خپاره کړي چې اصلاً د پریکړه لیک په محتوا کې موجود نه و.
















