اجرائیه رئیس د شانګهای سازمان غونډې لپاره چين ته تللی

(کابل ټکی کام دوشنبه، لېندۍ ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل)

د ګډ حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله د شانګهای سازمان ۱۴ مې غونډې کې د ګډون لپاره چين ته زسیدلی .

تېره ورځ د اجرائیه رئیس وياند مجيب الرحمن رحيمي رسنیو ته وویل،  چې اجرائیه رئیس عبداالله عبدالله  به د شانګهای تړون په څوارلسمې غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان په استازيتوب به وينا کوي د غونډې ګډونکو هېوادونو څخه به په افغانستان کې د سولې، امنیت ټینګښت، فرهنګي او په  اقتصادي چارو کې د مرستو غوښته وکړي .

روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرقیزستان د شانګهای تړون دایمي غړي دي او هند، ایران، پاکستان، مغولستان، ترکمنستان او افغانستان یې په غونډو کې د ناظر په توګه ګډون کونکي هېوادونه وي .

دغه راز  ټاکل شوې ده چې عبدالله به په دغه غونډه کې د چين لومړي وزير په ګډون د روسيې، تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان له لومړيو وزيرانو سره هم وګوري .

شانګهای دغه  تړون په ۲۰۰۱م کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان له خوا جوړ شوی .

په ۲۰۰۴ کال کې، افغانستان، پاکستان، هند او ايران په ۲۰۱۲ کال کې د څارونکو په توګه د شانګهای دغه سازمان سره یو ځای شوي دي .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button