ولسمشرغني بېرته هېواد ته راستون شو

(کابل ټکی کام یکشنبه، لېندۍ ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل)

د ګډ حکومت لومړی مشر اشرف غني ترکمنستان ته دوه رځنی رسمي سفر پای ورساوه، تېره ورځ ماښام ناوخته بېرته هېواد ته ستون شو .

اشرف غني د سفر په وروستیو کې په ماري ښار کې د ترکمنستان له ولسمشر «قربان قلي بردي محمدوف» سره وليدل .

د ترکمنستان او افغانستان ولسمشرانو  د ښې حکومتولۍ او د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا خبرې وکړې .

دواړو ولسمشرانو په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې پخوانیو اړیکو او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګاونډیتوب فرهنګ ته په پام د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

دغه راز اشرف غني د دې سفر په جریان کې د ګرجستان له ولسمشر «مارګولا شویلي» سره هم وليدل او بلنه يې ورکړه،  چې په یوه مناسب فرصت کې افغانستان ته راشي او د ګرجستان ولسمشر شویلي د بلنې په منلو سره ژمنه وکړه، چې دی به افغانستان ته په یوه مناسب وخت کې سفر وکړي .

سلیم بریال

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button