پارلمان د هغه اماراتي الوتکې د پلټنې امر ورکړ چې د هرات په هوايي ډګر بې له اجازې ښکته شوې وه

کابل ټکی کام فرید احمد
د پارلمان غړو تېره ورځ پدې ټینګار وکړ چې د هغه الوتکې د کوزیدو په اړه دې تحقیقات پيل شي چې پرته له اجازې د هرات په هوايي ډګر ښکته شوې وه.
د پارلمان یوه غړي کابل ټکی کام سره په خبرو کې دولت بې کفایته وباله او زیاته یې کړه چې باید په هر څه کې اصول مراعات کړی شي، ددوی په وینا که هر څوک زمونږ هیواد په هوایي ډګرونو بې له اجازې ښکته کیږي نو دې هیواد د یو بې سرپوښه دیګ حیثیت پيدا کړ.
د پارلمان مرستیال ظاهر قدیر همداشان زیاته کړه چې پرونۍ غونډه مثبته وه او کیدای شي د موضوع پوره جاج واخیستل شي او نتیجه یې ترمونږ پورې راورسول شي.
قدیر د هغه وزیرانو خبرې قانع کوونکې ونه بللې چې غونډې ته د همدې موضوع په اړه غوښتل شوي وو.
راپورونه وايي کیدای شي دغه الوتکه کې د ۲۰۱۶ کال پيشرفته جاپاني موټرې او همداشان د ښکار کولو پوره سامان موجود وو ترڅو په افغانستان کې ښکاري بازان ونیسي.



