(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۲)
د امریکایي چارواکو له ژمنو او بار بار وعدو سره سره د هغه امریکایي سرتیري محاکمه لغوه شوه، چې په افغانستان کې یې پر یوه لارۍ موټر چلوونکي ډزې کړې وې.
د امریکا د جنایي څیړنو تحقیقاتي ادارې اعلان کړی چې یاد امریکایي سرتیری بیګناه دی ځکه د دوی په وینا چې هغه د جګړې په حالت کې دا کړنه تر سره کړې ده.
دغه درې دقیقې او نهه ثانیې ویدیو چې څو میاشتې وړاندې خپره شوه ، د ډزو د ځای او نیټې په اړه یې څه ندي ویل شوي، خو د یوتیوب لیکنه ښیي چې په ٢٠١٧ کال کې ریکارد شوې.
هغه پوځیان چې په ویدیو کې څرگندیږي د متحده ایالاتو د قواو ځانگړي معمولي کالي یې اغوښتي دي.
په ویدیو کې همداشان لیدل کیږي چې پوځیان په ټوپکو ډزې کوي او د هاوان او بم اچوونکو وسایلو نه کار اخلي. په عین وخت کې د مخابرې له لارې د هوایي برید او توپونو مرسته غواړي.
په ویدیو کې راځي چې یو زرهي موټر د کوچنۍ لارې له څنگ نه تیریږي، ددغه زرهي مخکنۍ برخه سپینه او د کارگو برخه یې تور رنگه ده او یو شخص چې یونیفورم یې اغوستی د هغې پر بام ناست دی. دغه شخص خپل ټوپک د لارۍ موټر چلونکي ته نیسي او له ډزو وروسته لیدل کیږي چې د موټر چلونکي خواته شیشه ماتیږي.
د لارۍ پر موټروان باندې له ډزو وروسته زرهي موټر خپلې لارې ته دوام ورکوي او وژل شوی لارۍ چلوونکی پر ځای پریږدي.
هغه مهال د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قواو قوماندان جنرال جوزف ویتال ویلي وو چې “ویدیو مې وکتله او په داسې حال کې چې خپه شوم، اندیښنه هم لرم چې افغانان به پر خپلو امریکایي متحدینو بې باوره شوي وي.
امریکایي محاکم داسې مهال د دې پیښې تر څیړنې تیریږي چې ټرمپ په دې وروستیو کې خپلو ځواکونو ته دا لارښوونه هم کړې چې د وسلوالو طالبانو د هدف پر مهال دې د ملکي تلفاتو خیال نه ساتي.
باید وویل چې امریکایي پوځیان په افغانستان کې قضایي مصؤنیت لري او د شوي امنیتي تړون تر مخه افغان حکومت نه شي کولی په افغانستان کې امریکایي جرایم تقبیح یا یې وغندي او یا هم په جنایي پیښو کې ککړ پوځیان محاکمه کړي.

















