(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۲)
د امریکا د دیپلومات نشریه لیکي، سعودي چارواکي اوس په افغانستان کې په ګڼو هغو ستراتیژیو کار کوي چې په مټ به یې طالبان په روانه مبارزه کې له سختو چلنجونو سره مخ شي.
دیپلومات لیکي، د سعودي او ځینې نورو هیوادونو ملایان به د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکایانو پرضد روانه جګړه حرامه اعلان او ترڅنګ به یې هلته د امریکایانو نظامي او پوځي شتون ته له شرعي پلوه لار برابره کړي.
په ملګرو ملتونو کي د سعودي سفیر راماني دیپلومات ته په یوه مقاله کې لیکلي ؛ سعودي عربستان قطر ته ویلي دي چي د عادي دیپلوماتیکو اړیکو د بېرته اعاده کېدو لپاره یو شرط دا دئ چي قطر باید د طالبانو دفتر وتړي.
سعودي عربستان دا کار د ټرمپ په هڅونه کوي، ځکه د امریکا غوښتنه دا ده چي په قطر کي د طالبانو دفتر وتړل شي.
راماني زیاتوي، قطر تر اوسه دې غوښتنې ته سر نه دی خم کړی او د امریکا د ملي امنیت نوي مشاور جان بولټن په پرلپسې توګه قطر پر دې ګواښلی ترڅو د طالبانو دفتر په خپل هیواد کې وتړي.
دیپلومات خپرونه وړاندې لیکي؛ د عربستان دریمه هڅه داده چي د طالبانو په منځ کې درز پیدا او دا ډله په ټوټو سره ووېشي.
د سعودي سفیر وایي، عربستان له مختلفو لارو کوښښ کوي چي په طالبانو کي داسي کسان تقویه کړي چي د کابل له رژیم سره مذاکراتو ته چمتو شي او په خبره یې چې، عربستان او امریکا په پلان کې لري چې تسلیمیدونکو طالبانو ته په افغانستان کي د امن مرکزونه ایجاد او په دې توګه هغوی وهڅوي تر څو د نړیوالو ځواکونو پرضد خپلې جګړې ته دپای ټکی کیږدي او په سیمه کې د هغوی ګټې نور په خطر کې وا نه چوي.
د سعودي سفیر همداراز ویلي، سعودي چارواکي د دې ټولو ترڅنګ څلورم کوښښ دا هم کوي ترڅو په کور دننه افغان مذهبي مشران حمایت کړي چي د نړیوالو ځواکونو پرضد د طالبانو جنګ ناروا و ګڼي.
دیپلومات زیاتوي؛ په سعودي کې د اسلامي علماؤ راتلونکی کنفرانس د امریکایانو په غوښتنه په دې موخه راغوښتل شوی ترڅو د طالبانو څخه د روانې جګړې مذهبي مشروعیت واخلي، او پدې برخه کې هغوی باندې د شرعي پلوه فشار وارد کړي.


















