(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۲) د افغانستان دعامې روغتيا وزارت وايي، د مخدره موادو پر وړاندې د دولت مبارزه ناکامه ده او هره ورځ په نشو د روږدو کسانو شمېر زياتيږي.
د عامې روغتيا وزير فيروزالدين فيروز وايي، نن په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل، په هېواد کې په نشو د روږدو کسانو شمېر درې ميليونه ته رسېدلی دی.
فيروز زياته کړه، په ۲۰۰۹م کال کې يواځې ۹۰۰ زره کسان روږدي وه خو تر ۲۰۱۸م کال پورې په نشو د روږدو کسانو شمېر تر درې ميليونه پورې رسېدلی چې په دې کې لس زره ماشومان هم شامل دي.
هغه وويل، دا مهال په افغانستان کې نشه يي توکو په اسانه او په رازانه توګه پيدا کېږي چې پلورونکي يې معتادينو ته د کورونو تر دروازو ور رسوي.
د فيروز په خبره، په افغانستان کې د مخدره موادو زياتېدونکی کښت او دغې موادو ته په اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې په هېواد کې د معتادينو شمير مخ پر زياتېدو دی.
نوموړي، يو ځل بيا وويل چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر وړاندې د حکومت مبارزه ناکامه ده ځکه په وينا يې هره ورځ د مخدره موادو په کښت کې زياتوالی راځي.
هغه وويل، په ټول هېواد کې د معتادينو لپاره ۱۰۵ د تداوۍ مرکزونه فعاليت کوي خو زياتوي چې په دومر شمېر کې مرکزونه د درې ميليونه معادينو لپاره بسنه نه کوي.
















