(کابل تکی کام ۱۳۸۷ غویی ۲۲)
د کورنیو چارو وزارت وایي چې لاهم د هیواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه داسې پولیس لري چې هیڅ نظامي زدکړې یې نه دي لیدلې او یا هم په لیست کې شته خو عملي شتون نه لري.
د کورنیو چارو د وزارت اداري معین امینالله کریم نن په یوه کنفرانس کې څرګنده کړه ؛ له ولایتونو څخه د ۵ زرو ۶ زرو پولیسو بې سواده پولیسو راپورونه رارسیږي خو موږ خبر لرو چې دا ټول یواځې په لیست کې شته خو هیڅ فزیکي شتون نه لري.
د کورنیو چارو وزیر هم که څه هم په تیر کې د خیالي پولیسو له شتون څخه منکر و ، خو اوس یې ومنله چې لا هم ۱۶۰۰۰ سرتیري شته چې زیاتره یې شتون نه لري او ځینې یې له نظامي زدکړو بې برخې دي.
نوموړي په نني کنفرانس کې ۱۴ ولایتونو ته نوي د امنیې قوماندانان هم وټاکل او څرګنده یې کړه چې دا کسان به له ۳ تر ۵ میاشتو پورې په ازمایښتي ډول دنده ترسره کوي، که ښه ثابت شول، دوامدار به شي کنه له دندو به یې ګوښه کړي.
برمک زیاته کړه، اوسمهال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان یو ، په ۱۰ ولایتونو کې سختې جګړې روانې دي او وضعیت ورځ تر بلې مخ پر خرابیدو ده.
د کورنیو چارو امنیتي معین جنرال مراد علي مراد بیا وویل چې اوس هم د لوژیستیک او همداراز د راپور ورکولو په برخه کې ګڼې ستونزې لري او له نويو قوماندانانو یې وغوښتل چې باید ورته جدي پاملرنه وکړي.
















