په بغلان کې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۲) د بغلان ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په ياد ولايت کې د وروستيو ورښتونو له کبله سيلابونه راوتلي چې خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

د يادې ادارې رئيس نصير احمد کهزاد وايي، د بغلان په بيلابيلو سيمو کې د سيلابونو د راوتلو له امله دوه تنه وژل شوي، دوه تنه نور ټپيان دي او دوه تنه لادرکه شوي دي.

د کهزاد په وينا، سيلابونه د خلکو په ميشت ځايونو ورغلي چې پر مهال يې سل کورونه ويجاړ شوي دي.

د يادونې ده، چې نن د تخار مرکز په تالقانو کې د يوه تندر د لوېدو پېښه کې درې ماشومان وژل شوي و او تېره ورځ په ننګرهار کې د سختو بارانونو او تندر لوېدو له کبله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هر کال په افغانستان کې د سختو واورو، ورښتونو او سيلابونو له کبله خلکو ته د سر او مال درانده زيانونه اوړي خو د طبيعي پېښو د مبارزې چارواکي وايي چې د حکومت له لوري ورته لازم وسايل نه دي برابر ترڅو په طبيعي پېښو کې زيانمن شويو خلکو  ته پر وخت رسيدګي وکړای شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button