(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۲۳) د فرانسې په پلازمينه پاريس کې يوه کس په خلکو د چړې برید کړی چې په ترڅ کې يې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي رسنۍ ليکې بريد د مرکز پاريس په اوپرا سيمه کې شوی چيرته چې ډير د شپې کلبونه او هوټلونه دي.
عيني شاهدانو ويلي، بريدګر د الله اکبر نعرې وهلې او په خلکو کې يې د چړې ګذارونه پيل کړل.
د پاريس امنيتي چارواکي وايي، په بريد کې يو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپيان دي چې د ټپيانو له جملې د دوو تنو روغتيايي وضعيت ښه نه دی.
ويل کېږي، لومړی پوليسو هڅه وکړه چې بريد کوونکي ته په برېښنايي وسله شاټ ورکړي او ويې نيسي خو له پرلپسې هڅو بريالي نه شول بالاخره يې ډزې پرې وکړې او ووژل شو.
له تېرو درې کلونو راهيسې په فرانسې کې د چړو، موټرو او چاودېدونکو توکو څخه په استفادې بريدون کېږي چې له کبله يې له درې سوو زيات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
ويل کېږي له ۲۰۱۵م کال راهيسې له کله چې په فرانس کې د بريدونو لړۍ پيل شوې د دغې هېواد امنيتي ځواکونه تل د تيارسئ په حال کې وي.


















