کابل ټکی کام قدرت الله حسین
د يمن يوې غير دولتي ادارې خپل راپور کې ويلي، چې کورنيو جګړو روان کال (۲۰۱۵ز) کې لږ تر لږه ۲۸ زره يمنيان وژلي دي، چې حوثيان، ملي مبارزين او ولسي وګړي په کې شامل دي.
د «ابعاد للدراسات والبحوث» په نامه ادارې د شنبې په ورځ خپاره کړي راپور کې ښودلې چې جګړو نږدې ۲۰ زره حوثيان او د هغوی ملاتړي وژلي، چې ډېری قربانيان يې د مکتبونو هغه شاګردان دي، چې حوثيانو خپلو جګړو ته جذب کړي دي.
راپور ټينګار کړی، چې د روانې جګړې بيه ډېره لوړه وه، د شمېرنو له مخې ۸۳۰۰ تنه نور هم په دې جګړو کې وژل شوي، چې ډېری يې ولسي وګړي او يوه برخه يې د يمن د ملي مقاومت کوونکو ده، چې د حوثيانو پر ضد وسلې اخيستو ته مجبور شول.
د راپور له مخې د وژل شويو له منځه د کوچنيانو او مېرمنو سلنه ۱۲ ده، چې له ټولو ډېره مرګ ژوبله د يمن په تعز، عدن، مارب او لحج ولايتونو کې رامنځته شوې ده.
يمن کې له تېر مارچ راهيسې د حوثيانو او ملي مقاومت کوونکو تر منځ جګړې روانې دي، همدا راز د سعودي په مشرۍ عربي ايتلاف هلته هوايي بريدونه کوي، څو حوثيان وځپي او د يمن ولسمشر عبد ربه منصور بېرته واک ته راولي.
















