کابل ټکی کام فرید احمد
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له ایران سره اړیکې ښه کول غواړي.
د العالم خبرې ویبپانې د خبر له مخې چې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر د ټولنیزې شبکې ټویټر پاڼه باندې ولیکل چې هیله لري د ایران له جمهوري دولت سره ښې اړیکې ولري.
عادل الجبیر ایران یو اسلامي هیواد بللی دی او ویلي یې دي چې ایران د یو ستر تاریخ او تمدن لرونکۍ هیواد دی.
ویل کیږي چې د سعودي سیاست د ایران په اړه هغه وخت تغیر وکړ چې کله د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر سره په ویانا کې د سوريې د بدلونونو په نړیوال کنفرانس لیده کاته وکړل.
د ایران او سعودي ترمنځ تاوتریخوالۍ هغه مهال زیات شو چې په سوریه کې د بشار الاسد په خلاف سعودي بمبارۍ شروع کړې.
















