کابل ټکی کام ۲۳لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا متحده ایالاتو د کلیفورنیا ایالت په «هوتورن مېنه» کې پر دوو جوماتونو باندې بریدونه شوي دي چې هیڅ زیان یې نه دی اړولی.
فدرالي اداره خبر ورکوي چې د برید په اړه یې پلټنې شروع کړي دي.
د هوتورن مېنې پولیسو رسنیو ته ویلي دي چې دوی پرون یکشنبه یو ګواښ تر لاسه کړ چې د احمدیه ډلې اړوند د بیت السلام جومات څخه دباندې یو ماین اېښودل شوی دی.
پولیس وایي، دوی له جومات څخه د باندې یو لاسي بم هم پیدا کړی دی.
پولیس زیاتوي چې د جومات پر اوسپنیزه دروازه باندې په سپین رنګ باندې د «عیسی» نوم لیکل شوی وو.
پولیس همدا راز وايي، بریدونه د شنبې پر ورځ باندې ترسره شوي دي، د دوی له قوله، کېدای شي چې اصلي انګېزه یې کرکجن جرمونه وي.
له بلې خوا تېره جمعه چارواکو «کارل جیمز دایل» نومې ۲۴کلن کس د کلیفورنیا ایالت پالم سپرینګز مېنې د اسلامي مرکز د سوځولو په تور نیولی دی.
پر دایل داسې تورونه هم دي چې پر جومات یې بل کړی اور له کرکې له کبله بل کړی وو، خو د ده پر لاس بل شوي اور کوم زیان نه دی اړولی.
















