کابل ټکی کام ۲۳لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د ننګرهار ولایت د والي ویاند ښاغلي عطاءالله خوږیاڼي رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ د میرزا کلا نومې کلي د یوسف په کور کې دغه پېښه را منځته شوې ده.
خوږیاڼی وايي، چې په دې پېښه کې د یادې کورنۍ ۸غړي (یوسف، د هغه مېرمن، مور، د ده څلور لورګانې او ځوی) په تفګنچه وژل شوي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند ښاغلي عطاءالله خوږیاڼي د یوسف په اړه رسنیو ته ویلي دي چې «یوسف د پکتیا ولایت اوسېدونکی وو چې له تېرو څو کلونو څخه یې په یاد کلي کې ژوند کاوو.»
خوږیاڼي زیاتوي چې د یادې کورنۍ ګاونډیانو د پېښې څخه وروسته پولیسو ته خبر ورکړی دی، د ده له قوله چې اوسمهال یې په اړه پلټنې روانې دي.
د یوه عیني شاهد له قوله چې د یادې کورنۍ مشر «یوسف» پخوا په هوايي ډګر کې دنده درلودله.


















