نواز شریف هم د شانګهای په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړو

کابل ټکی کام احمدالله مهاجر
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد لومړ وزیر محمد نواز شریف نن د شانګهای په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته ولاړو.
د نواز شریف سره په دغه سفر کې د دغه هېواد د پلانونې وزیر احسان اقبال، په بهرنیو چارو کې د نواز شریف ځانګړی سلاکار طارق فاطمي او د دغه هېواد پنجاب صوبې وزیر اعلی شهباز شریف ملګرتیا کوي.
نوازشریف به د چین په ژنګژو کې د شانګهای د ملګرتیا سازمان په غونډه کې د څارونکی په توګه ګډون ولری.
د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې به درې هیوادونه (افغانستان، پاکستان، او هندوستان) د ناظرینو په شکل ګډون کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button