چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

طالبان چېرته جگړه وکړي؟ خالد روان

محمد عابد نشرونکی: محمد عابد
مې 17, 2018
کټګوریانې: تبصرې
0
831
ځلې شریک شوی
120
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

پښتانه متل کوي: زور مې پر تا نه رسېږي، مړ به دې پلار کړم. همدغه متل زموږ پر حکومت او امریکا هم ښه پلی کېدای شي. د امریکا له یرغل وروسته او تر ننه د طالبانو د مبارزې تر شا د پاکستان لاس ښودل کېږي. په لوی لاس د امریکا پر وړاندې روان جهاد د پاکستان په نامه کېږي، دلته ټول جنگېدونکي افغانان دي؛ خو دا جگړه بیا هم د پنجابیانو جگړه ده. بمبار پر افغانانو کېږي، کورونه د افغانانو ورانېږي، میلیونونه افغانان له خپلو سیمو کډه شوي؛ خو بیا هم جگړه د پنجاب ده. د هغه پنجاب چې د نړۍ لومړۍ درجه استخبارات لري، د نړۍ اووم نمبر پوځ لري؛ خو ټول عمر یې د خیراتونو په راټولولو تېر کړی او په ۷۰ کلونو کې یې یوازې د کشمیر مسلمانان له هندوستانه راخلاص نه کړای شول.

د پنجاب ډرامه لا په رسنیو کې لا پای ته رسېدلې نه وه، چې د روسیې ډرامه پیل شوه. طالبان او روسان اړیکې لري، روسانو له طالبانو سره د پرمختللیو وسلو مرسته کړې، روسان باید د طالبانو پر ځای له افغان حکومت سره مرستې وکړي او دغه ډول گیلې، گواښونه او شکایتونه تر نننه اورېدل کېږي.

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

امریکا، ناټو او افغان حکومت درې واړه په یوه خوله وايي، چې روسان باید له دوی سره مرستې وکړي؛ نه له طالبانو سره؛ خو امریکا له دومره استخباراتو او معلوماتو سربېره بیا هم د طالبانو سره داسې وسلې او مهمات ونه نیول، چې روسیه کې جوړ شوي وي، بلکې طالبان اوس هغه وسلې کاروي، چې په اروپا او امریکا کې جوړې شوي او طالبانو د ټوپک په زور له پولیسو، اردو او کمانډویانو نیولي او اوس یې د دوی پر ضد کاروي. که له طالبانو سره امریکايي وسلې ولیدل شي؛ نو نړۍ به امریکا ته ووايي، چې تاسې ولې له طالبانو سره مرسته کوئ؛ ځکه ستاسې جوړې شوي وسلې طالبان کاروي. نو د امریکا ځواب به څه وي؟

له پاکستان او روسیې سربېره له طالبانو سره بل مرسته کوونکی هېواد ایران دی. هغه ایران چې د سنیانو بېخ یې وویست، هغه ایران چې اوس عملاً په سوریه کې په جگړه بوخت دی، هغه ایران چې اوس په عراق کې هم جگړه کوي، په یمن کې له شیعه گانو ملاتړ کوي، له سعودي سره یې جگړه روانه ده، امریکا، اروپا او نیمې نړۍ پرې بندیزونه لگولي او په افغانستان کې له طالبانو هم ملاتړ کوي.

دا څنگه ایران دی. ایران خو نه امریکا ده، نه چین دی او نه کاناډا ده؛ بلکې زموږ گاونډی هېواد دی، چې له لسیزو راهیسې د نړیوالو له اقتصادي بندیزونو سره مخ دی، اقتصاد یې خراب شوی او لا نور هم خرابېږي. خو ایران له دومره نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالو سره سربېره بیا هم له طالبانو سره مرسته کوي؟

درې ورځې وړاندې طالبانو د فراه پر ښار ډله‌ییز بریدونه پیل کړل، چې هم‌مهاله یې د سقوط اوازې هم خپرې شوي. طالبانو د فراه مهم ځایونه ونیول او زرگونه میله سپکه او درنې وسلې یې هم له ځانونو سره یوړې. دا چې فراه ولې په بشپړ ډول سقوط نه شوه، لا هم معلومه ده؛ کېدای طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر بېرته شاتگ کړی وي.

په ټولنیزو شبکو او په ځانگړي ډول د دولت کرایه شویو لیکوالو د فراه جگړه د هلمند د اوبو او د ټاپي د غازو د نل لیکې جگړه بلله او د طالبانو د مشر په نامه یې یو جعلي لیک هم خپور کړی و.

د افغانستان او ایران د اوبو معاهده ۴۵ کاله وړاندې لاسلیک شوي او د همدغه تړون له مخې د هلمند اوبه ایران ته روانې دي. نو د فراه جگړه بیا هم د هلمند اوبو جگړه وه؟
د ټاپي لومړی بنسټ طالبانو ایښی و. تېر کال طالبانو یې ملاتړ وکړ، نو اوس د طالبانو مشر ولې د دغه نل لیکې د تېرېدو مخالفت وکړي؟

د کندوز د سقوط پر مهال ځینو اوازه خپره کړې وه، چې کندوز روسانو سقوط کړ. که به دې پوښتنه ورنه وکړه، چې د روسانو د کندوز په سقوط کې څه وو، نو غلي پاتې کېدل.

د طالبانو جگړه یوازې په لویدیځ او ختیځ کې روانه ده، بلکې د طالبانو جگړه په ټول افغانستان کې روانه ده او ټول افغانستان له نورو هېوادونو سره گډې پولې لري. یعنې طالبان باید یوازې په مرکزو ولایتونو کې جگړه پر مخ یوسي او سرحدي ولایتونو کې باید جګړه ودروي؛ ځکه بیا پرې یوه ټاپه لگېږي.

لوی ټکي: اړیکېایرانخالد رواند هلمند اوبهطالبانفراهمهم
مخکینې مطلب

ګاسمن: د امريکايي او افغان هوايي ځواک بریدونو ملکي مرګ ژوبله لوړه کړې ده

بل مطلب

فلسطیني ورور ته!/ خوشال درانی

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

د امریکا-ایران مذاکرات؛ واشنګټن مرکچي پلاوی اسلام آباد ته لېږي خو تهران لا د ګډون پرېکړه نه ده کړې

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان ترمنځ د ګډ کاري ګروپ جوړولو او سوداګرۍ او ټرانزیټ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه شوې

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com