کیوبا: د یوې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط په پیښه کې تر سلو ډیر کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)
راپورونه وایي چې د کیوبا هیواد یوه دولتي بوئینګ ۷۳۷ ډوله الوتکې د دې هیواد پلازمینه هاوانا کې هوایي ډګر ته څیرمه سقوط کړی.
د رسنیو د خبرونو په اساس، الوتکه د هاوانا هوایي ډګر څخه تر پورته کیدو څو شیبې وروسته سملاسي سقوط کړی چې له لویدو سره همهاله په کې چاودنې او اورلګیدنه رامنځته شوې.
د کیوبا چارواکي وایي چې یادې الوتکې د پرواز پر مهال ۱۰۵ مسافر او ۹ تنه خدمه درلودل چې ۱۱۲ تنه یې وژل شوي او یواځې دوه تنه چې د هغوی حالت هم نازک ښوودل شوی، ژغورل شوي دي.
د کیوبا ولسمشر میګوئل دیازکانل ویلي چې د الوتکې د سقوط د څرنګوالي په هکله یې څیړنې پیل کړې دي.



