د روژې مبارکې روغتیایي ګټې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۲۹)
که له یوې خوا روژه یو اِلٰهي امر دی خو له بل پلوه اوسنۍ ساینسي نړۍ هم بې ګټو نه ده بللې او د ګڼو ناروغیو د لمنځه وړلو او یا هم مخنیوي لپاره یې اغیزمنه بللې.
د ننۍ نړۍ ساینسپوهان او وتلي طبي کارپوهانو په پراخو څیړنو کې ثابته کړې چې روژه د انسان د بدن لپاره هیڅ بد عواقب نه لري بلکه په لویه کچه ګټې له ځانه سره لري.
دوی زیاتوي؛ انسان کله هم چې روژه ونیسي، د وینې کلوګوز یې له انسیولینو سره ښکته کیږي چې له کبله یې د ځیګر کلایکوجین په تقسیم شروع کوي، دا ځکه چې انرژي ته اړتیا ده، د وازدې نسجونه په ماتیدو پیل کوي ترڅو انرژي تولید ا و د بدن انرژي پوره کړي چی بیا د دې له برکته د انسان په بدن کې د وینې شکره ا و کولسترول کنترولیږي.
ې په همدې لړ کې د شکرې پر۷۰ ناروغانو باندې په لویو نړیوالو طبي مرکزونو کې څیړنې شوې او څیړونکو ثابته کړې چې روژه د شکرې په کنترول او له منځه وړلو کې اغیزناک رول لري.
ګڼ شمېر څیړونکو په ۱۹۹۴ کال کې په مراکش هیواد کې د یوه علمي کنفرانس په ترڅ کې وویل ،چې دروژې په مبارکه مياشت کې دوينې دکلسترولو کچه او همدارنګه په وړو شريانونو باندې د غوړينو څاڅکو رسوب اوناسته کمېږي. چې دا په خپل وار د قلبي او دماغي سکتو اودرېدنو د حملو دکموالې سبب ګرځي او د وينې دفشار له لوړېدا څخه هم مخنېوى کوي.
روغتیا پوهان وایي، چې روژه انسان ته یو فزیولوژیکي استراحت ورکوي. پر ټول بدن باندې مثتبې اغیزې اچوي او په خاصه توګه د معدې او اعصابو لپاره ډېره ګټوره ده.
همداراز روژه د هغو کسانو لپاره چې دائمي سر درد یا نیمه سردرد ولري، د روژې په نیولو سره د هغوی کولسترول کنټرولیږي، چې د امستقیماً د سر درد په کنترول کې مهم رول لري.
روژه د انسان د ودې سست نظام په سمولو ، په بدن کې د شته زهري موادو د له منځه وړلو ،د التهاب په مخنیوی او د ګڼو نورو خطرناکو ناروغیو مخه نیسي.



