(څلورمه برخه)
اتمه ماده:
ګرد هېوادونه اوحکومتونه دې داسې اقدامات وکړي ، چې د هغو په ذريعه ښځې له نارينه وو څخه په برابره توګه له کوم ځنډ او امتناع پرته په نړيواله کچه په نړيوالو غونډو کې د خپلو خپلو حکومتونو استاذې توب او ګډون وکولی شي.
نهمه ماده:
الف: په هرحکومت لازم دی، چې ښځو ته هم د نارینه وو په څېر د تابعيت ځانګړې تذکرې ورکړي او د دې باور هم ورکړي چې د سړي د تابعيت د بدلولو له امله ښځه له تابعيت څه محرومه نه شي اونه هم د سړي اتباع پرښځه باندې تحميل کړای شي او اجبراً پرې ومنلی شي.
ب: حکومتونه مکلف دي ، چې د اولاد د تابعيت په معامله کې ښځو ته هم له نارينه وو سره برابرحق ورکړای شي ، په دې معنا چې څرنګه اولاد پلار ته منسوبولی شي بايد مورته هم منسوب کړی شي.
لسمه ماده :
د نړۍ هرحکومت دې داسې هرډول اقدامات وکړي چې دهغو په ذریعه زده کړې او تعليم په ډګر کې دښځو په خلاف توپير چلن پای ته ورسولی شي.
۱ـ اکتسابي زده کړې او د خپل حيثيت د اوچتولو په خاطر مناسب منصب ته رسیدل ، چې دهمدغې موخې له پاره په کلیوالو سېمو کې د زده کړې په ترلاسه کولو کې له نارینه وو سره برابره موقع بايد ورکړای شي.
۲ـ په ازموينه، تدريسي پرسونل، ښوونځيو او لېسو کې تدريسي وسايل هم بايد نارينه او ښځو ته يو شان او په مساويانه توګه ميسر وي.
۳ـ په تعليمي ډګر کې د ښځې او نارينه ترمنځ د روايت پراساس موجود توپير د نصابي کتابونو په نظر ثاني، د تعليمي مراکزو په پاردودونو (پروګرامونو) کې او د نارېنه او ښځو د ګډ تعليم په ذريعه بايد هرو مرو هرډول توپيرونه پای ته ورسولی شي.
۴ـ دنده، منصب او د هرډول مرستو ترلاسه کولو زمينه نارينه او ښځوته په يو شان او برابره توګه بايد برابره شي.
۵ـ د انپړو(بې سوادو) له پاره د زده کړې د کورسونو برابرول د نارينه او ښځو دواړو لپاره بايد برابر چمتو کړی شي، څو د دواړو لپاره تعليمي تشه ډکه کړی شي.
۶ـ د ښځو د زده کړې د نيمګړې پرېښودو د شمېر زياتيدو مخنيوی ، دنجونو او ښځو د زده کړې د جاري ساتلو لپاره لازم تدابير نيول دحکومت فريضه او ذمه واري ده .
۷ـ په لوبو او فزيکي تعليم کې نارينه او ښځو ته په مساوي توګه زمينه برابرول او د اولاد د بندولو(تحديدنسل) په اړه ښځو ته پوهه ورکول او تخنيکي علم ترلاسه کول د نارينه او ښځو برابر حقوق دي.

















