شعر/ قاري سعيد
موسم خراب دی ، زړونه مري ، فکرونه زنګ نیسي
څوک د چا غېږې ته ورځي ، څوک دچا څنګ نیسي
خلکو ددې عصر ښکاري بیخي بلا نه کوي ؟
چنګک یې لاس کې په چینجي باندې نهنګ نیسي
غمیزه داده چې پرتوګ مو په نېکر بدلیږي
غمیزه نه ده دکلتور ځای که فرهنګ نیسي
د دوی درنه زمونږه سپکه ، وینه یوه وینه ده
دا غلطي به چې دکومې تلې پنګ نیسي
باز خانه نه بې بازه کیږي مګر دا هم واورئ
چې بخت چپه شي دبازانو ځاله کونګ نیسي
د نامردانو موسمي جسارت مه حسابئ !
نشه موږک هم لکۍ ډانګ بریتونه چنګ نیسي
دلته چې زیږي بهرام ذاتي دخوشال په مېنه
نادره نه ده که باګرام رانه اورنګ نیسي
سعیده دلته دهیچا زړه ته هم نه لوېدله
چې میوند څه ، آن هلمندونه به پرنګ نیسي

















