(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غویی ۳۱) د فراه ولايت خبري سرچينې وايي، نن سهار د دغه ولايت په هوايي ډګر چې تازه پکې بهرني پوځيان ميشت شوي د توغنديو بريد شوی دی.
هوايي ډګر ته نږدې سرچينې وايي، توغندي په هوايي ډګر کې د بهرنيو ځواکونو پر ورودي دروازه او نظام قرول لګېدلي چې هغوی ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
ويل کېږي، په فراه ولايت د طالبانو له بريد وروسته د دغه ولايت په هوايي ډګر کې امریکايي عسکر ميشت شوي دي.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼې کې ويلي، په هوايي ډګر يې درې توغندي وار کړي چې په هدف لګېدلي او بهرنيو ځواکونو ته يې دروند زيان اړولی دی.
د فراه په ميدان هوايي کې يوې سرچينې رسنيو ته وويل، له برید وروسته سيمه د بهرنيانو له لوري کلابند شوه او هيڅوک يې د پېښې ځای ته نږدې نه ورپرېښودل زياتوي چې وروسته ايمبولانس الوتکو ناسته کړې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه لرل.
تر اوسه په افغانستان کې ميشتو بهرنيو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې څه موده مخکې په ياده پوځي اډه کې د ايټالوي عسکرو په ګډون سلګونه ناټو ځواکونه ميشت و چې د طالبانو د پرلپسې توغنديزو بريدونو او درندو تلفاتو اوښتو له کبله يې دغه هوايي ډګر پريښی و خو په دغې ولايت کې د امنيتي وضعيت له خرابېدو وروسته يوځل بيا په ياده پوځي اډه کې دیره شوي دي.


















