راپورتاژ: الماس خدرخېل —- په فراه ولايت له بريد وروسته د افغانستان د دفاع وزارت سربيره د فراه ولايت د امنيې قومندان فضل احمد شيرزاد او نورو دولتي چارواکو ادعا وکړه چې ګنې طالبان په فراه ولايت کې د ايران له خوا تمويل او تجهيزيږي.
شاوخوا دوه کاله مخکې چې کله طالبانو د کندوز ولايت ته سقوط ورکړ نو هغه مهال او له هغې راوروسته يې چې هر وخت مهمې سيمې او ولسوالۍ نيولې د چارواکو له لوري تورن شوي چې د سيمې هېوادونه يې پوځي مرستې کوي خو دا چې طالبانو بهرنۍ پرمختللې وسلې او مهمات له کومه پيدا کوي؟ مهمه پوښتنه ده چې بايد ځواب شي.
طالبانو د نوي کال له پيل سره د الخندق په نوم پسرلني عمليات په ډېرې تيزۍ سره پيل کړي چې له کبله يې له دولتي ځواکونو د څو ولسواليو په ګډون ډيرې سيمې نيولي او لا هم د طالبانو له خوا د هېواد له بيلابيلو ځايونو د مهمو سيمو د نيولو راپورونه ورکول کېږي.
طالبانو ولې فراه ولايت او ځينې ولسوالۍ ونيولې او بيرته يې پريښودې؟
دا هغه پوښتنه ده چې د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي خپله ځواب کړې او په دې سره يې د ډيرو خلکو هغه سوالونه ځواب کړل چې وايي طالبان وسلې او مهمات له کومه ځايه کوي.
طالبانو د الخندق عملياتو له پيل راهيسې د روانې غویي مياشتې په اتلسمه نيټه په څلورويشتو ساعتونو کې د بغلان تاله برفک او د فارياب بل چراغ ولسوالۍ ونيولې او د يادې ولسوالۍ څخه يې سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې.
دغه راز طالبانو د تازه پيل کړيو الخندق عملیاتو په نږدې يوې مياشتې موده کې د بدخشان کوهستان ولسوالۍ، د غزني چغتو او تېره ورځ يې د غزني اجرستان ولسوالۍ هم ونيوله او د يادو ولسواليو له مرکزونو او امنيې قومندانيو څخه يې لسګونه ميله وسلې له ځانونو سره يوړې.
شاوخوا لس ورځې مخکې طالبانو په فراه ولايت بريد وکړ چې په فراه کې يې د ګڼو پوځي مرکزونو سربيره د فراه امنيې قومندانۍ، ملي امنيت رياست او د ښار اتيا سلنه پوځي مرکزونه او خاوره تر خپل کنترول لاندې راوسته چې د راپورونو له مخې طالبانو له دغې مرکزونو سلګونه ميله سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړي دي.
دا چې طالبانو ولې د پوځي مرکزونو له سقوط کولو پيل کړه، بيا تر ولسواليو او دا دی اوس د ولايتونو تر نيولو هم راورسېدل ايا دوی ته پوځي مرسته ايران او يا نور ګاونډي هېوادونه ورکوي؟
د شونکو په باور طالبانو د سيمو او ولسواليو نيولو ته په دې موخه زور ورکړی چې غواړي ځانونه له درې لارې تجهيز او د نورو ولايتونو د نيولو لپاره ځانونه اماده کړي.

په خواله رسنيو خپرې شوې هغه ويډيوګانې چې د طالبانو له لوري د فراه ولايت د نيولو پر مهال لاس په لاس شوي پکې ښکاري چې طالبان د افغان پوځ په زياته اندازه درنې وسلې- زغره وال موټر او رينجر موټرې خپلو سيمو ته وړي.
ځايي سرچينې وايي، طالبانو د فراه ښار ته په ننوتلو سره د وسلو ډيرې ډيپوګانې ترلاسه کړي چې ډیری يې بهرنۍ پرمختللې وسلې، د شپې دوربينان او په زياته اندازه مهمات دي.
پوځي کارپوه جنرال غرزی خواخوږی وایي، وسله وال د دې لپاره چې ځانونه تجهیز کړي د ولسوالیو او پوستو پر نیولو تمرکز کوي او په دې چاره کې بریالي هم دي.
نوموړی وايي: «یوازې تېره اونۍ له فراه ښار څخه مخالفینو د میليونونه ډالرو په ارزښت تجهیزات تر لاسه کړل، دوی دا تجهیزات بېرته د افغان ځواکونو پر ضد کاروي او جګړه لا زیاته پېچلې کېږي”
په فراه کې امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې طالبانو له فراه ښار څخه تېره اونۍ د دوو میليونو ډالرو په ارزښت وسلې او د افغان ځواکونو تجهیزات تر لاسه کړي چې په هغې کې پرمختللې درنې او سپکې وسلې شاملې دي.
يواځې دا نه چې طالبانو په فراه کې د ميليونونو ډالرو په ارزښت پرمختللې وسلې نيولي بلکې د پورته ذکر شويو ولسواليو او دغه راز په ډیری پوځي مرکزونو کې طالبانو لسګونه ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات نيولي چې د نورو مرکزونو په نيولو کې ترې استفاده کوي.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د فراه له نيولو وروسته وويل چې د دغه ولايت له نيولو يې اصلي هدف وسلې او پوځي مهمات ترلاسه کول و.
نوموړي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ويلي و چې:”د دغه برید موخه یې د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات او وسایط انتقالول وو هغه په بریالیتوب سره ترسره شول”.
يوه مهمه یادونه، کله چې طالبانو په ۲۰۱۵م کال کې د کندو ولايت سقوط کړ او د ولايت په ګډون امنيې قومندانۍ او ټول پوځي مرکزونه يې له دولت څخه ونيول څو ورځې وروسته د دغه ولايت والي محمد عمر ساپي په خپلو خبرو کې وویل، چې طالبانو د کندوز د نيولو پر مهال دومره وسلې ترلاسه کړي چې کولی شي څلور ولايتونه پرې نور هم سقوط کړي.
که دغې واقعيتونو ته وکتل شي نو دا د چارواکو هغه ادعاګانې باطلې ثابتوي چې وايي طالبانو سره ګاونډي ملکونه د وسلو او پوځي تجهيزاتو مرستې کوي بلکې واقعيت دا دی چې طالبان پرمختللې وسلې، جنګي تجهيزات او مهمات له افغان ځواکونو څخه په جګړو او نښتو کې نيسي.


















