د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د ترور پلان جوړ شوی

آصف الله آصفي

ترکیې استخباراتو د مختلفو سرچینو نه راپورونه ترلاسه کړي چې د بلقان هیوادونو ته د رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال د هغه د ترور پلان جوړ شوی، پداسی حال کې چې اردوغان د خپل سفر په ترڅ کې تیره یکشنبه بوسنیا ته رسیدلی.

ترکي استخباراتو د اردوغان د ترور راپورونه په مقدونیا کې له هغو ترکانو ترلاسه کړي چې هلته میشت دي، همدا راز د غربي استخباراتو مشر د خپل سیال ترکیې استخباراتي مشر ته ورته معلومات ورکړی او ویلي یې دي چی یوه ډله ترکانو د اردوغان د ترور تیاری نیولی.

خو استخباراتي شبکو تر اوسه د اردوغان د ترور ممکنه ځای او وخت په اړه معلومات ندي ترلاسه کړي د ترکیې د شفق یني ورځپاڼې په حواله ویل شوي چې یواځې دومره معلومات ترلاسه شوي چې د هغې ډلې نه چې د اردوغان د ترور پلان لري دوه کسان يی د فتح الله ګولن ډلې پورې تړاو لري.

د یادې ورځپاڼې سرچینه وایې چې ترکي استخباراتو دا هم ویلي چې د اردوغان په ترور کې د اسرائیلو لاس هم وجود لري، او زیاته کړې یې ده چې اسرائیلو یوه ډله ترورستان سیمې ته د اردوغان د ترور په موخه استولی دی.

ورځپاڼې د نظامي تحلیلوونکې خبري ورځپاڼې  (فیتیرانس توډی) په حواله لیکلي چې د امریکا اداره په دې اند ده چې د اردوغان له وژنې پرته پر ایران برید نشي کولای. او د اردوغان په وژلو به روسي ولسمشر ویلادمیر پوتین هم د سوریې د مشر بشار الاسد له ملاتړ لاس واخلي، او پر ایران به د وسلو له پیرودلو به هم لاس په سر شي خو دا کار هغه مهال شونی دی چې اردوغان ژوندی نه وي.   

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button