نعمان لطیف
موږ افغانان عجیبه یاغي طبعیت لرو او ډېر ځله همدا یاغي طبعیت راته دمشکلاتو او دخدای دنارضایت سبب شي
موږ داسې گڼو چې روژه مبارکه کې فقط خوراک منعَ دی، یواځې له خوراک خولې بندې کړو. په روژه ماتي کې نس خلاص کړو او دومره خوراک وکړو چې بیا مو دوه نفر په اړخ نشي اړؤلای او تر هغې یې خورو ترڅو مو لکه دچېندخ تشي نه وي وتلي
په روژه مات کې داسې بې حسابه مال ووهو چې بیا مو دډکې معدې له امله خوله داسې بویونه کوي چې څوک مو څنگ ته نشي کښېنوستی او په تراټ مو له څنگ پورته کیږي خو دهغه چا خیال نه ساتو او نه ترې مننه کوو چې دومره زیات نعمتونه یې روژه په خوله، او سور اور ته ناسته راته تیارؤي
روژه دترحم نوم دی او په خپلو مېرمنو ترحم د اسلام او انسانیت لومړنۍ تقاضا ده. لکه څنگه چې نارینه روژه وي او په وړو وړو خبرو بې حوصله کیږي، دغسې ښځمنې هم روژه وي، له سهاره لگیا شي او ټوله ورځ په تش نس دکور کارونه پر مخ وړي او تر ماسخوتن یې اړخ هم ونه لگیږي خو بیا هم خپل مسؤلیت په خپل وخت ترسره کوي
ځینې نارینه روژه کې په وړو وړو خبرو ښځې ترټي او آن دمالگې په کمښت او زیادت یې په وهلو او ډبلو لاس پورې کوي، چې دا نه اسلامیت دی او نه پښتو ده
پکار ده چې روژه کې دخپلو ښځمنو سره لاس امداد وکړو او که وخت نه لرو او یا مو دستړیا له امله په وس نه وي پوره، ډاډ باید ورکړو او په ورین تندي مننه ترې وکړو
نبي علیه الصلوة والتسلیم فرمایي: څوک چې دروژې په مياشت کې دخپل خادم (مزدور، غلام) کار سپک کړي؛ نو اللهﷻ به دې کس ته (چې له مزدور سره يې ښېگڼه وکړه) گناهونه وبخښي.
کله چې دغلام او مزدور سره په ښېگڼه گناهونه بخښلی کیږي، طبعي ده چې دخپلو مېرمنو سره په ښېگڼه به رب رضا کیږي او گناهونه به راته بخښي
زموږ ستر لارښود علیه الصلوة والتسلیم به تل دکور په کارونو کې دخپلو مېرمنو سره کومک کاؤه، تشویق به یې ورکاؤه او په ورین تندي به یې مننه ترې کؤله خو زموږ ډېری پښتانه ځوانان چې ځانونه هم تر ډېرو غؤره او کټر مسلمانان بولي، دمېرمنو سره مرسته بېغیرتي او نامردي بولي
که بل وخت کې نه وي او دغیرت خلاف راته ښکاري، هیله ده دروژې په مبارکه میاشت کې که نور هیڅ هم نه وي، حد اقل دخپلو مېرمنو احسان ومنو او مننې ترې وکړو
هغه څوک چې دخلکو شکر نشي اداء کولای، الله عزوجل دهغه شکر نه مني. د روژې میاشت کې له خپل هر محسن مننې وکړئ، شکر یې اداء کړئ ترڅو مو الله عزوجل شکر ومني، دروژې مبارکه میاشت کې مو مغفرت نصیبه شي او د مېرمنو سره نیک چلند مو دگناهونو درژېدو سبب وگرځي


















