خوږو ته خواږه، ترخو ته ترخه

ویسا:
آيا امنيتي تړون ريښتيا ارزول كېږي؟
شناند:
داسې نر خو نه لیدل کیږي، او د مشرانو جرګه هیڅکله د دې صلاحیت نلري ځکه چې د امریکا معاش خواره دي، دا یواځې د ملت په سترګو کې خاورې شیندل دي او بس.
هیواد:
محدوديتونه آخر تر كومه بريده؟
شناند:
تر هغې چې د ملت پر اوږو د غلامۍ جغ کیښودل شي.
اراده:
تشې بښنې د جنايت جبيره نشي كېداى
شناند:
خو سره له دې ځینې ساده لوح خلک پرې غولیږي
اصلاح:
امنيت په لاپو نه ټينګېږي
شناند:
لکه یو چا ویلي وو چې په ډیران لمونځ نه کیږي، خو یوه سړي ورته ویلي وو چې پرون خو ما کاوه کیدو!!! نو اوس اشرف غني وایی چې زه په لاپو امنیت ټینګوم نو ټینګیږي.
ویسا:
امريكا بل شر ته لمن ووهله!
شناند:
ځکه چې د امریکا مشن همدا دی چې په اسلامي نړۍ کې شرونه راپورته کړي او دا د مسلمانانو نه پخلا کیدونکی دښمن دی.
د غزني اوسېدونکي:
که غزني په څو انتخاباتي حوزو ونه وېشل شي په انتخاباتو کې ګډون نه کوو
شناند:
تکړه شئ، د جهاد فریضه پریږډئ او د انتخاباتو لکۍ ټینګه ونیسئ، د خدای تعالی د عکس العمل انتظار هم وباسئ
اراده:
له امریکا وروسته پاراګوای هم په بیت المقدس کې سفارت پرانیست
شناند:
ځکه چې زمونږ پیغمپر ص ۱۴ کاله پخوا اعلان کړی و چې الکفر ملة واحدة، یعنی کفر ټول یو ملت دی، دا خو مسلمانان دی چې اتفاق نه کوي ځکه یې حال داسی شو.
د اروزګان والي:
د غیر مسلکي پولیسو له امله د طالبانو په ماتولو کې پاتې راغلي یو
شناند:
که پولیس مو مسلکي نه دی نو امریکایی بادران خو مو په نړیواله سطحه مسلکي دي، هغوی ولي بالآخره په خپلو اډو کې پټ شول! دا د مسلکي توب او نه مسلکي توب مسئله نده والي صیب! بلکې دا د حق او د باطل مقابله ده.
وزیر خارجۀ امریکا:
ایران به طالبان سلاح و پول می دهد
مبصر:
خیر پولې که به اداره اشرف غني میاید از آسمان نازل میشود؟
د بلخ د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان:
له سیاسي ګوندونو سره تړلو نا مسوولو وسله والو د مزارشریف امنیت خراب کړی
شناند:
لږ صبر وکړئ طالب جان در روان دی، کولاب به یې ځای کړي.
اصلاح:
د ننګرهار نوى والي او د ننګرهاريانو غوښتنې
شناند:
نوي والي د لاسپوڅي فاسد دولت وروستۍ چُمچه، او د ننګرهاریانو غوښتنې د یوه سوچه اسلامي حکومت حاکمیت دی ځکه چې د دې هدف لپاره یې په لکونو شهیدان ورکړي.
هیواد:
د راتلونکو ټاکنو تت او تیاره انځور
شناند:
چې څه ډول یې دیګ همغه شان یې څمڅۍ، فاسد دولت او فاسد یې کارونه
۸صبح:
نگاهی بمداخلات ایران در افغانستان
مبصر:
و نګاهي بمداخلات امریکا در افغانستان را نمیبینی؟


