آیا مالیزیا اسلامي هېواد دی که سیکولر؟

آصف الله آصفي
مالیزیا د آسیا په ختیځ کې پروت هیواد دی، چې شمال ته یې ټایلنډ او اندونیسیا او جنوب ته یې سنګاپور پراته د. د مالیزیا ختیځ ته د فلبین او اندونیسیا پولې پرتې دي.
مالیزیایی ټولنه له مختلفو قومونو جوړه ده، زیاتره یې د (ملایو) قوم تشکیلوي چې د هیواد اصلي بچیان ګڼل کیږي. انګلیسي استعمار دغه هیواد ته چینایی او هندي نسل په مالیزیا کې د کار لپاره راجلب کړل.
انګلیسانو په کال 1957 کې د مالیزیا استعمار ته د پای ټکی کیښود، خو استعمار د خپلو وتلو تر شا په دې هیواد کې داسې یو مشکل پریښود چې تر ننه پورې مالیزیایی ولس ترې کړیږي، چې هغه د مختلفو اقوامو موجودیت دی. تر دې چې د سیاسی ستونځو له امله پکې کورني جنګونه هم پیښ شول، د بیلګې په توګه، د کلانتان په ولایت کې چې اکثریت یې د ملایو مسلمان قوم اوسي او شمیر یې نږدې 95٪ ته رسیږي.
زیات خلک فکر کوي چې مالیزیا یو سیکولر هیواد دی، خو ځینې نور یې بیا اسلامي هیواد ګڼي. دغه هیواد ته د سیکولر په خطاب سره زیاتره مسلمانان خواشیني کیږي، ځکه چې ټول مسلمانان په آزاده توګه خپل دیني مراسم پر ځای کوی، همدا راز ټول ادیان هم په ازاده توګه خپل دیني مراسم پرځای کوی. مالیزیایي قانون په دغه هیواد کې یواځې الحاد منع ګرځولی، او د ملحدینو په غونډو یې هم کلک بندیز لګولی دی.
په مالیزیا کې 5 ادیان وجود لری:
اسلام، بوذائیت، هندویزم، سیکهـ او مسیحیت.
او درې قومونه لري چې عبارت دي له ملایو، چینایان او هندوان. او برسیره پر دې له 5ملیونو زیات پکې نور خلک میشت دي.
مالیزیا یو د احترام وړ هیواد دی چې په اسلامي او عربي ټولنه کې ستر اثر او رسوخ لري. تر دې چې د قطر په خلاف د بندیزونو په لګولو کې یې د سعودي او اماراتو کلک مخالفت وکړ.
په مالیزیا کې د تشیع او شیعه توب فعالیت هم په کلکه ممنوع ګرځول شوی، او دا د دې دلیل دی چې اسلام د مالیزیایانو په زړونو کې ژورې ریښې لري او مالیزیا هیڅکله سیکولر هیواد نه دی لکه څنګه چې یې ځینې ادعا کوي.
په مالیزیا کې سیاست او سیاسي لوبه ورځ تر بلې بدلیږي رابدلیږي، د نن دوستان د سبا دښمنان شي او د سبا دښمنان د نن او پرون دوستان وګرځي، د روان میلادي 2018 کال د مۍ په 9مه مالیزیا د پاکو او شفافو ټولټاکنو شاهده وه، چې مالیزیایی اپوزیسیون یې بریالی کړ، او د ډاکټر مهاتیر محمد په مشرۍ یې چې د خپل نږدې ملګري انور ابراهیم فعاله میرمن (وان عزیزة) هم ورسره څنګ په څنګ ولاړه ده او ګډ حکومت یې جوړ کړ.
همدارانګه مالیزیا د ډاکتر ذاکر نایک تر څنګ هم په کلکه ودریده او په خپل هیواد کې یې هغه ته دایمي هستوګه ورکړه، سره له دې چې د ذاکر نایک پر ضد د ځینو هندو او بوذایی ګوندونو لخوا په مالیزیا کې سختې مظاهرې وشوې، خو سره له دې حکومت د ذاکر نایک کلک ملاتړ وکړ، نو ویلای شو چې مالیزیا تل د اسلامي امت د قضایاو کلک ملاتړ کړی دی.
د مالیزیا اسلامي اپوزیسیون هیڅکله د (امنو) له ګوند سره دښمني نه ده کړې، آن تر دې چې کله ډاکټر مهاتیر محمد د مالیزیا صدراعظم و نو د آمنو ګوند د مالیزیا اپوزیسیون و خو په حکومت کې یې ستر رول لوباوه، او په پارلمان کې یې زیاتې چوکۍ ترلاسه کړې وی، سره له دې اسلامي حزب چې پاس نوم درلود د مالیزیا پر ډیرو ولایتونو یې حکومت کاوه چې مهم یې کلانتان، کوالاترنجانو ولایتونه وو، اوس مهال اسلامي حزب په کلانتان کې د پام وړ اکثریت لري.
که تاریخ ته نظر واچول شي نو اسلامي حزب اصلا د (امنو) له ګوند نه په تیره پیړۍ کې جلا شوی دی، او لامل یې دا و چې حزب اسلامي زیات میلان درلود څو په هیواد کې اسلامي شریعت حاکم کړی خو امنو ګوند ته د خپل قوم ملایو پالل تر هر څه اولیت درلود، ځینې خلک په دې عقیده ده چې اسلامي حزب په فکري او تنظیمي لحاظ سره د اخوان المسلمون ډله ده، خو حقیقت دادی چی دا د اخوان المسلمین ډلې سره تړاو نه لري خو په فکری لحاظ سره نږدیوالی لري.
اخوان المسلمون بیا د دې ګوند نه جلا شول او ځان ته یې د Parti Amanah Negara کیښود، چې معنی یې ده د ملي باور ګوند، اخوانیان د ډاکټر مهاتیر محمد سره په اپوزیسیون کې ورګډ شول، ځکه چې دا ګوند نوی و او د مالیزیایانو تر مینځ لا نه و مشهور شوی، خو په ډیر ښه اسلوب سره پر مخ ولاړ تر دې چې په دې وروستیو ټولټاکنو کې یې شهرت وموند او بریالی هم شو، او خبره دې ته ورسیده چې د چینایی پرګنو په زړونو کې یی هم ځای پیدا کړ او دوی هم په ټولټاکنو کې د اخوانیانو ملاتړ وکړ، بالآخره اخون المسلین ټاکنې وګټلې او خپل دعوتي اړخ یې لا پراخ کړ، ټولې نړۍ ته یې خپل پیغام ورساوه حال دا چې زاید ، بن سلمان او سیسي هڅه او هاند وهي او ادعا کوي چې دوی کولای شي اخوانیان وځپي.
په تیرو کلونو کې مالیزیایی اپوزیسیون ډیر لاریونونه په لاره واچول، او د پاکوالي تر شعار لاندې یې خپلو لاریونو ته دوام ورکړ، د کولالمپور په واټونو کې د محمد نجیب د حکومت پر ضد راووتل، محمد نجیب په رشوت اخیستلو تورن شوی و، او دا تور هم پری لګیدلی و چې د خپلو شخصي ګټو په موخه یې له سعودی عربستان نه هم رشوتونه ترلاسه کړي، دغه لاریونونه زیاتره د انور ابراهیم د میرمني تر قیادت لاندې تر سره کیدل انور ابراهیم په دې نږدی وخت کی له زندان نه خوشې شو.
د لاریونو په پای کې ټولو ګوندونو خپلو لاریونو ته د لا زور ورکولو هوډ وکړ خو اسلامي حزب دا غوره وګڼله چې باید نور د لاریونو پر ځای له حکومت سره مذاکرات وکړي نو په دغه وخت کې اسلامي حزب نه نورې ډلې جلا شوی.


