د افغانستان او ترکيې تر منځ سوداګريز هوايي دهليز پرانيستل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) نن د سې شنبې په ورځ د افغانستان او ترکيې تر منځ په توګه د سوداګريز هوايي دهليز پرانيسته وشوه.

د سوداګرۍ وارت چارواکي وايي، د هوايي دهلير په پرانيستلو سره به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري زياته او اړيکې لا پیاوړې شي.

ټاکل شوې ده چې ترکيې ته په لومړۍ الوتنه کې د افغانستان د تازه او وچې میوو سربيره غالۍ، طبي بوټي، قيمتي ډبرې او پوټکي له نوي پرانيستونکي هوايي دهليز له لارې واستول شي.

دا مهال د افغانستان او ترکيې تر منځ څلورسوه ميلويون ډالره سوداګري کېږي چې زياتره يې وارداتي برخه جوړېږي خو صادرات کم کېږي.

افغانستان له دې وړاندې له هند او قزاقستان سره هوايي دهلېزونه پرانېستي چې تر دې دمه يې شپږ اتيا پروازونه کړي دي.

چارواکي وايي، هغو هېوادونو سره چې هوايي دهليزونه يې پرانيستي ډیری واردات کېږي خو زياتوي چې دوی هڅه کوي په نورو هېوادونو کې د افغاني صادراتو لپاره بازار پيدا او سوداګري زياته کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button