فاریاب: دوه مهمې ستراتیژیکې سیمې طالبانو نیولې دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱)
د فاریاب ولایتي شورا غړی وایي چې په دې ولایت کې دوه مهمې ستراتیژیکې سیمې د طالبانو لاس ته لویدلې دي.
د ولایت شورا مرستیال صبغت الله سیلاب وایي؛ طالبانو د غلبیان له سیمې څخه امنیتي ځواکونه ایستلي او د هغوی ټول پوځي مراکز یې نیولي دي.
نوموړی وایي؛ د دې سیمې له سقوط سره د ګریزیوان ولسوالۍ د سقوط شیبې تر بل هر وخت نږدې شوې.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي پېښه تائیدوي او زیاتوي: دولتي ځواکونو د دوی د مسلسلو بریدونو له امله د غلبیان سیمه له خپلو ۱۲ پوستو او یوې قرارګاه سره یوځای پریښې او یاده پر نفوذه سیمه چې ۷۵۰۰ کورنۍ په کې میشت دي د دوی لاس ته لویدلې او خلکو یې تود هرکلی کړی دی.
بل پلو سیمیز چارواکي خبر ورکوي چې طالبانو د یوه ډلییز برید په ترڅ کې د قرمقل ولسوالۍ د آلتي بولک بالا، وآلتي بولک پایان، میرزایوسف سیمې نیولې.
د سیمیزو پولیسو قوماندان عباد الله ذکي د پېښې پخلی کوي او زیاتوي چې د دوی د څو تنو ملګرو جسدونه طالبانو ته ورپاتې او یو شمیر امنیتي پوستو سقوط کړی دی.
یادې سیمه چې ۵۰۰۰ کورنۍ په کې میشت دي طالبانو یې د نیولو پخلی کړی او د ګڼو مهماتو د نیولو خبر یې ورکړی دی.



