ګردیز: طالبانو ښار ته نږدې پوسته او ټول پرسونل نیولي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۱)

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې طالبانو تیره شپه د ګردیز اړوند دابراهیم خیلو سیمه کې یوه پوسته له ټولو مهماتو او امنیتي پرسونل سره یوځای نیولې ده.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ يو افسر پژواک ته ویلي؛ د طالبانو په برید کې ۶ پولیس وژل شوي ۵ طالبانو له ځانه سره ژوندي بیولي او د یو هاموي ټانګ او یوه رینجر په ګډون ګڼ مهمات دطالبانو لاس ته لویدلي دي.

د زرمت ولسوال حکيم وزيري د پېښې په تائید سره وایي چې څو تنه ټپي پولیس طالبانو ژوندي نیولي او د زرمت د مموزو کلینیک ته یې د تداوۍ په موخه انتقال کړي دي.

بلخوا بیا د ګردیز د لومړۍ حوزې آمر سمیع الله صدیقي د پوستې سقوط مني خو زیاتوي چې په دې برید کې یې ۱۲ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې.
طالبانو د پېښې پخلی کړی او خپل لوري ته یې د اوښتو تلفاتو ادعا رد کړې.

ابراهیم خیل د ګردیز ښار لویدیځ لوري ته د زرمت ګردیز په سړک پرته سیمه ده چې وخت ناوخت په کې طالبان پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button