د حامد کرزي له واکمنۍ پېړۍ نه اوړي، بلکې څلور کاله مخکې یې د ولسمشرۍ دوره پوره شوه او ځایناستی یې اشرف غني شو. کرزي په څو ځلې اعتراف وکړ، چې د ارگ ټول لگښت ایران ورکوي او هغه تورې کڅوړې د ایران د دولت ډالۍ دي، چې ارگ مېشتو ته یې یوازې د جېبونو د خرڅ او د نسونو مړولو لهپاره رالېږل کېږي.
ایران د امریکا له یرغل وروسته د افغان دولت مهم ستراتېژیک ملاتړی دی. ایران په افغانستان کې د لومړي ځل لهپاره کلتوري یرغل پیل کړ، په افغانستان کې یې په لسگونو رسنیو پانگونه وکړه، ایراني کلمات یې د همدغو رسنیو پر مټ مروج کړل، افغان شیعهگانو ته وړیا ماسټري، دوکتورا او د لېسانس سندونه وېشي، حتا د افغانستان نوې نقشه یې جوړه کړې او په افغانستان کې یې هزاره مېشتو ته هزارستان لیکلی، په کابل کې د ایران رسنۍ په ډاگه چیغې وهي، چې د اداره کولو ریموټ یې په تهران کې دی. کابل له تېرو څو لسیزو راهیسې د سعودي له وهابیت او د ایران له شیعهتوب نه کړېږي.
د ایران او طالبانو د اړیکو لرلو موضوع د فراه له جگړې وروسته بیا راگرمه شوه. د افغان حکومت رسنیو او کرایه شویو لیکوالو یې د فراه جگړه د ایران په اشاره بلله او د هلمند د اوبو جگړه یې گڼله. خو د فراه په جگړه کې نه د ایران د سپاه پاسدران غړي وو، نه یې پوځیان دومره زړهور دي، چې د افغانستان خاورې ته راشي، بلکې ټول د افغانستان د خاورې خړ ـ پړ طالبان وو. د فراه د جگړې په خپرو شویو ویډیوگانو کې یو کس داسې هم نهشته، چې پتلون یې اغوستی وي، بلکې له جامو، خبرو او کړو وړو نه د فراه ځايي استوگن ښکاري.
دغه موضوع وروسته نوره گرمه شوه او په کابل کې د ایران سفیر وویل، چې ایران او طالبان اړیکې لري؛ خو دغه اړیکې یې یوازې د سولې په برخه کې دي؛ څو طالبان سولې ته راضي کړي او افغان دولت سره یې مخامخ خبرو ته کېنوي؛ خو د فراه په جگړه کې یې د ایران لاس لرل رد کړل او دغه موضوع د افغانستان د نورو سیمو په شان وگڼله، چې طالبان هره ورځ نوې سیمې نیسي او ولایتونه، ولسوالۍ او کلي سقوط کوي.
زه حیران هغه حکومت ته یم، چې امریکا، ناټو او د نړۍ ټول کفري هېوادونه یې ملاتړ کوي، زرگونه کافر عسکر یې مرستې ته راغلي، معاش یې امریکا ورکوي، د حکومت جوړښت یې امریکا ورجوړ کړی، ولسمشر یې د امریکا پر وړاندې سپوڼ نه شي کولی، له امریکایانو د خپلو وگړیو پوښتنه نه شي کولی او په غلامۍ کې تر ستوني غرق دي؛ خو دوی بیا هم د حکومت مخالفینو ته د پردیو د مزدورانو خطاب کوي؟.
د فراه له جګړې وروسته جنرال نیکولسن فراه ته ولاړ، هغه امریکايي چې موږ سره په هېڅ شي کې راشریک نه دی. نه مو گاونډی دی، نه همژبی دی، نه مو هم دینه دی او نه د اسیا په لویه وچه کې راسره شریک دی؛ خو بیا هم غلامان طالبان دي.؟
هو، طالبان غلامان دي!
ځکه په تېرو ۱۷ کلونو کې یې په تش مټ له گردې کفرۍ سره په نره ډغره ووهله، د امریکا په باټو، ټېکنالوجۍ، وسایلو، پیسو او نورو دُنیاوي څېزونو ونه غولېدل، بلکې د الهي امر د پر ځای کولو لهپاره وسله راوخیسته او د نړۍ مغروره امریکا یې په گونډو کړه.
هو، طالبان غلامان دي؛ ځکه د موجوده نړۍ په شیطاني وسوسو ونه غولېدل، د ناټو، امریکا او د نړۍ له ۱۵۰زره عسکرو ته یې ژېړې بوشکې جوړه ولې او هغه مغرور سرونه یې راټیټ کړل او خپلې ټولې غوښتنې یې پرې ومنلې.
حکومت غلام نه دی، ځکه له ولسمشر نه یې واخله، تر عادي ماموره یې معاش امریکا ورکوي، د عسکرو په لاسونو کې یې امریکايي ټوپک دي، د امریکا له اجازې پرته له ارگ نه شي راوتلی، وزیران یې د امریکايي مشاورینو پرته له وزارت نه شي وتلی، ټول حکومت یې په ښکاره نړۍ ته سوال کوي او نړیوال ورته د خیرات راټولولو لهپاره کنفرانسونه جوړوي. دا غلامي نه ده، ځکه د امریکا سره جوړ دی او نور د چا کیسه کې نه دي.
که حکومت له هر چا سره اړیکې لري هېڅ پروا نه کوي؛ خو طالبان یوازې باید په غارونو کې ننوځي او د نړۍ له اوسنیو غوښتنو سره باید ځانونه برابر نه کړي؛ ځکه بیا پرې د غلامۍ ټاپه لگېږي.


















