طالبانو له نږدې شل ورځو راهيسې د غزني- پکتيکا لاره تړلې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۱) د غزني پکتيکا د لويې لارې موټر چلوونکي وايي، چې له نږدې شلو ورځو راهيسې طالبانو د دولتي منسوبينو پر مخ د غزني- پکتيکا لاره تړلې ده.
دوی وايي، طالبانو ځای ځای د لويې لارې پر سر خنډونه جوړ کړي او د ملکي موټر چلوونکو لپاره يې فرعي سړکونه خلاص کړي چې پر هغې تګ راتګ کوی.
د يادې لارې له بندولو نږدې اتلس ورځې کېږي چې وخت ناوخت پرې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ درنې نښتې هم شوي دي.
د غزني او پکتيکا چارواکي د طالبانو له لوري د لارې بندېدل مني خو وايي چې د خلاصون لپاره يې هڅې پيل کړي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې دا لاره يې د دښمن پر مخ تړلې زياتوي چې طالبانو نن سهار د شلګر ولسوالۍ سلطان باغ او رحيم خيلو سيمو کې په عسکرو بريدونه کړي، دوه ټانګونه ويجاړ شوي، اووه عسکر وژل شوي لس ټپيان دي او سيمې ته راغلي عسکر بيرته تښتېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن طالبانو د غزني ولايت (جغتو او ده یک) دوه ولسوالۍ ونيولې، لسګونه عسکرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او د هغوی لسګونه ميله وسلې او ګڼ شمير مهمات يې ترې نیولي دي.



